جیمز مټېس: هېڅ هېواد باید ترهګرو ته پناهځای ورنه کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا دفاع وزیر نن هند ته ولاړ او د هند له دفاع وزیرې سره یې د کتنې پر مهال پر دې ټینګار وکړ چې هېڅ هېواد باید ترهګرو ته پناهځای ورنه کړي.

جيمز مټېس چې کله دا خبره کوله، نو د پاکستان نوم یې وانخېست، خو د هند دفاع وزیرې له ده هیله وکړه چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال موضوع له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي.

جیمز مټېس وویل، پکار ده چې په ګډه د یاغیانو د پټنځایونو غم وخورو، هند باید د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي او پراخه ونډه واخلی

 

د امریکا دفاع وزیر د هند له دفاع وزیرې نرمالا سیتارام سره تر لیدو وروسته په نوي ډهلې کې خبرې غونډې ته وویل چې ترورېستانو ته د خوندي پناهځایونو د ورکولو لپاره، هېڅ راز زغم نه لرو، مټېس بیا په افغانستان کې د هند هڅې وستایلې او زیاته یې کړه:

"په داسې حال کې چې موږ خپله دفاعي وړتیا زیاتوو، موږ غواړو چې خپلې همکارۍ په ټوله سیمه کې د مشارکت په هدف پراخې کړو، په ځانګړي ډول موږ په افغانستان کې د هند د ګټورو مرستو هرکلی کوو او په افغانستان کې د ډموکراسۍ، ثبات او امنیت لپاره د هند هڅې ستایوو."

جیمز مټېس د ډونالد ټرمپ د کابینې لومړی وزیر دی چې له هند څخه کتنه کوي. د ترهګرو پرضد د هڅو د زیاتېدو خبره په داسې وخت کې مطرح شوې ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې پر پاکستان فشار زیات کړی، ترڅو په خپله خاوره کې د هغو وسله والو ډلو پرضد هڅې زیاتې کړي چې په افغانستان او هند کې بریدونه کوي.

پاکستان دا رد کړې ده چې وسله والو ته یې پناهځای ورکړی دی.

اسلام اباد په ورته وخت کې هند تورن کړی چې له افغانستانه د پاکستان پرضد فعالیتونه کوي.

خبري غونډې ته د هند دفاع وزیرې نرمالا سیتارام وویل چې افغانستان ته به هند پلي پوځیان وانه ستوي، خو د افغانستان د بیارغاونې په برخه کې هند مرستې کړي او دې مرستو ته به دوام ورکړي.

د امریکا دفاع وزیر پرته له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل چې هېڅ ځای نه شي کولای چې ترهګرو ته پناه ورکړي.

د هند دفاع وزیر بیا د متحد ایالتونو له دفاع وزیر څخه وغوښتل چې د ترورېستانو د پناهځای مسئله دې له پاکستان څخه د لیدنې پر مهال له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړي.