د طالبانو د قطر دفتر تړل کېدو په اړه پر غني د ټرمپ فشار

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د برتانیا یوې ورځپانې لیکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر افغان ولسمشر قطر کې د طالبانو د دفتر تړلو په تړاو فشار راوړی. د طالبانو قطر دفتر له څه باندې شپږو کلونو راهیسې ددغې ډلې د خبرو د یوې وسیلې په توګه کارول کېده.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو ځینو سرچینو منلې، اټکل دی چې ولسمشر غني ددغه دفتر له تړل کېدا سره موافقه وښيي، خو تر اوسه یې لا وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د طالبانو د قطر دفتر د تړل کېدو خبره د پنجشنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ خبرو کې هم یاده شوې ده

.

اووه میاشتې وړاندې ولسمشر غني پخپله د دغه دفتر د بندولو خبره را پورته کړه:

"که طالبان مثبت چلند غوره نه کړي، تاوتریخوالی جاري وساتي، باید د قطر دفتر د تړلو په ګډون پر دوی بندیزونه پلي شي".

طالبان وايي، د قطر دفتر یې د سیاسي استازولۍ په توګه کارولی، چې کابو ۳۶ غړو یې پکې فعالیت درلود.

خو نیوکه دا ده چې دغه دفتر د سولې په تړاو کوم پام وړ پرمختګ نه دی کړی، بلکې د ځینو په اند، د پاکستان له لوري پر کابل د فشار د الې په توګه کارول کېږي.

ویل کېږي ټرمپ ښايي د دغه دفتر د تړلو لپاره بېلابېل دلایل ولري. یو دا چې د هغه سلف بارک اوباما دا د افغان سولې لپاره یوه ناکامه هڅه کړې.

اټکل دی چې کابل د دغه دفتر د تړلو رسمي غوښتنه وکړي، خو وروستۍ پرېکړه بیا هم د قطر په لاس کې ده.

د دیپلوماتیکو خبرو اړوندې یوې نژدې سرچینې په وینا، د سعودي او قطر ترمنځ د سیاسي لانجې له کبله دغه دفتر ته ډېر زیان اوښتی دی.

په بريتانیا کې د کويين پوهنتون استاد او د سيمې کارپوه مايکل سمپل وايي، نه پوهېږي چې امريکایان او د افغانستان دولت د دې دفتر د بندولو لپاره څه دليل لري.

خو د طالبانو د مشران په قطر کې د دې دفتر پر فعاليت مشکوک دي او داسې فکر کوي چې هلته يې کسان د سولې په برخه کې د بهرنيانو تر اغېز لاندې دي.