افغانستان او هند تجارتي اړیکې پراخوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دوه سوه افغان سوداګر، پانګه وال او د خصوصي تجارتي شرکتونو استازي دا اونۍ هند ته ځي چې له خپلو هندي سیالانو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د پانګونې او سوداګرۍ پر لاپراختیا وغږیږي.

افغان چارواکي وايي چې په همدې ترڅ کې به د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې (یواس ای آې ډي) په ملاتړ په نوي ډیلي کې د افغانستان او هند د محصولاتو نندارتون هم جوړ شي چې ۵۰۰ هندي او لسګونه افغان شرکتونه به پکښې خپل تولیدات نندارې ته کښیږدي

.

د افغانستان د حکومت اجرائي مشر، ډاکټر عبدالله، هم د چهارشنبې په ورځ نوي ډیلي ته ځي چې پدې نندراتون کې د ګډون سربیره، د هند له صدراعظم سره خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست ویاند، مجیب الرحمن رحیمي، امریکاغږ ته وویل چې ډاکټر عبدالله به له نریندرا مودي سره په سیمه کې د امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ د اعلان شوې تګلارې په هکله وغږیږي.

ولسمشر ټرمپ له نوي ډیلي غوښتي چې د افغانستان د امن او پرمختیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندې کړي.

پاکستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو له ترینګلتیا سره سم، افغانستان له هند سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړې ده او اټکل کیږي چې دا مهال هند د افغانستان تر ټولو ستر تجارتي شریک ګرځیدلی.