ټرمپ طالبان تروریستان وگڼل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ملگرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې طالبان ترهگر وبلل او هغوی د حزب الله او القاعده په ردیف کې راوستل.

جمهور رئیس ټرمپ وویل چې امریکا او متحدین یې د نړۍ په ځانگړې توگه له منځني ختیځ نه د "شر اچوونکو ترهگرو" نابودلو ته هوډمن دي.

ښاغلي ټرمپ د افغانستان لپاره خپله نوې پالیسي د مثال په توگه یاده کړه او وویل "له دې وروسته به د امریکا اړیکې او گټې د پوځي ماموریت اوږدوالی او بڼه ټاکي، نه هغه زماني جدول چې د سیاستوالو له لورې تعینیږي".

جمهور رئیس ټرمپ وویل په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد د جگړې پالیسي بدله کړې ده

.

د اسیا د جنوب لپاره د متحده ایالاتو نوې پالیسي د ترهگرۍ پر ضد په پراخه مبارزې ټینگار کوي او پر پاکستان باندې یې په هغه هیواد کې د میشتو ترهگرو ډلو پر ضد د عملي، جدي او بې توپیره اقداماتو په خاطر فشار راوړی.

جمهور رئیس ټرمپ د ملگرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل "ددې وخت رارسیدلی تر څو هغه هیوادونه چې د ترهگرو ډلو سره مالي ملاتړ او امن ځایونه برابوي په ډاگه شي او ورسره حساب کتاب وشي.

جمهور رئیس ټرمپ د ایران رژیم د اقتصادي پلوه فاسد وگاڼه او وویل چې ددې هیواد مشران تاوتریخوالی پاروي. هغه ایراني چارواکي ملامت کړل چې د خپلو خلکو ټولنیز او مدني حقونو یې تر پښو لاندې کړي دي، او په سیمه کې یې گاونډیانو ته گواښ پېښ کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د نړیوالې ټولنې سره د ایران اټومي ټرون د امریکا لپاره د خجالت ډکه معامله وبلله.

جمهور رئیس ټرمپ د نړۍ مشرانو ته په خطاب کې د شمالي کوریا له لورې رامنځ ته شوی گواښ په ډاگه کړ او وویل چې که د امریکا متحده ایالات د پیونگ یانگ د لمڅونکو اعمالو په اړه د خپل ځان او د متحدینو دفاع ته اړ کړای شي د شمالي کوریا له نابودولو پرته به بله چاره ونه لري.

ښاغلي ټرمپ د شمالي کوریا حکومت "فاسد رژیم" وباله او د نړۍ هیوادونه یې د هغې د منزوي کولو لپاره وهڅول، تر څو د هغه په وینا پیونگ یانگ خپل له دښمنۍ ډک چلند بدل کړي.

ښاغلي ټرمپ د وینزویلا د حالاتو په هکله وویل، هدف دادی چې وینزویلا بیرته دموکراسۍ ته مخه کړي. هغه خبرداری ورکړ چې کیدای شي متحده ایالات د تیلو په دې تولیودنکي هیواد کې د ثبات د رامنځ ته کولو لپاره نور گامونه هم واخلي.