بلوڅان په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونې ملگرو ملتونو ته راجع کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوڅانو فعالین:په بلوچستان کې له ۲۰۰۰ میلادي کال راهيسې ۳۵۰۰۰ کسان تری تم کړل شوي دي

د بلوڅو د جمهوریت ګوند استازي او فعال، عبدالنواز بګټي د سویس په ژنیو ښار کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې په بلوجستان کې د پاکستان لخوا د بشري حقونو پر سرغړونو خبرې کړي دي.

ښاغلي بوگټي وویل "په بلوچستان کې د بشري حقونو څخه سرغړونې دوام لري. د پاکستان پوځ د خپلو بدنامه تگلارو په مرسته هڅه کوي چې بلوڅان له خپل ټاټوبي څخه ورک کړي. په بلوچستان کې په زرگونه بلوڅان له کومې نښې پرته تري تم شوي دي. په بلوچستان کې د هغو بلوڅانو په زرگونه مړي چې مخکې ورک شوي اوشکنجه شوي موندل شوي دي

."

بلوڅ فعالین وایي د ۳۵۰۰۰ تري تم شویو بلوڅانو څخه ۸۰۰۰ وژل شوي دي چې په هغوی کې د ۴۰۰۰ خراب شوي مړي موندل شوي او پاتې ۴۰۰۰ د هدفي وژنو ښکار شوي دي.

بلوڅ بیلتون غوښتونکي له یوې لسیزې راپدې خوا له پاکستان څخه د بلوچستان د آزادولو په خاطر مبارزه کوي. شورا ته پخپلې وینا کې بګټي وویل چې زرګونه خلک له بلوچستان څخه لادرکه شوي دي.

د بلوڅو د جمهوریت گوند استازي زیاته کړه "پاکستان دوه مخی سیاست کوي. دوی د بلوڅانو سیاسیي گوندونه په رسمیت نه پیژني او حتی د محصلینو سازمانونو باندې یې بندیز لگولی خو مذهبي افراطي او جهادي سازمانونه لکه لشکر طیبه، سپاه صحابه، جماعت الدعوا، افغان طالبان او حافظ سید ځیني مثالونه دي چې په ازاده توگه په بلوچستان کې فعالیت کوي.

بلوڅ مبارزین پدې نظر دي چې له طبیعي منابعو ډکه خاوره یې د پاکستان لخوا تر استعمار لاندې ده.

د بلوڅو فعالانو په باور پاکستان د یوې منظمې پالیسۍ له مخې کوښښ کوي چې بلوڅان و‎ځپي. خو پاکستان وایي چې هند او افغانستان په بلوچستان کې ناآرامیو ته لمن وهي.