د افغانستان دفاع وزارت وايي د سيمه ييز پوځ په نامه د يوۀ نوي امنيتي ځواک جوړولو پر طرحې کار کوي او تر ډېره به د ملي اردو ترخیص شوي زرګونه کسان په کې په دندو وگومارل شي.
دفاع وزارت سرچينې وايي که د دغه ځواکونو د جوړولو طرحه عملي شي، نو د دفاع وزارت په چوکاټ کې به فعالیت کوي او د خپلو سیمو د امنیت په ټینګښت کې به اغېزمن رول ولري.
افغان پوځي چارواکي وايي نظامي کارپوهان د سیمه ییز پوځ جوړولو پر طرحې کار کوي چې په لومړي پړاو کې ده.
د دفاع وزارت په وينا کله چې دا طرحه بشپړه شي د امنیت شورا او د ولسمشر لاسلیک لپاره به یې واستوي
.
د سیمه ییز ځواک او دا چې په کومو سیمو کې به فعالیت کوي لا تراوسه جزيیات نه دي ورکړل شوي.
نوی سیمه ییز ځواک که ملیشه؟
خو د بشري حقونو د څار نړیوالې ټولنې (هیومن رایټس واچ) د نوي سیمه ییز ځواک جوړېدل د ملیشه جوړونې یوه هڅه بللې او د دې کار له امله د احتمالي خطرونو رامنځ ته کېدو په تړاو یې اندېښنه څرګنده کړې.
دغې ټولنې ویلي، په لېرو پرتو سېمو کې له خلکو سره د دې ځواکونو د چلند او د بشري حقونو سرغړونې په برخه کې پر دوی د څار یا نظارت د څرنګوالي په اړه اندېښمنه ده.
د بشري حقونو د څار سازمان له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي چې دا طرحه رد کړي.
بل لوري ته په افغانستان کې د بشري حقونو د ادارې مشر لعل ګل لعل هم وايي چې، د دې طرحې په اړه جدي اندېښنې شته.
خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بی بي سي سره په خبرو کې دا اندېښنې رد کړې او وې ويل "د سیمه ییز ځواک په تشکیل کې به تر ډېره د ملي اردو پخواني کسان د لنډ مهاله قراردادونو په لاسلیکولو بیا جذبیږي."
ښاغلي وزيري زياته کړه چې سیمه ییز ځواک به له سیمه ییزو پولیسو سره توپیر ولري او د دغو ځواکونو به جدي څارنه وشي.
تر دې وړاندې هم افغان حکومت د سیمه ییزو پولیسو په نوم له ٢٠ زرو زیاتو ځواکونو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده.
که څه هم د افغانستان په یو شمېر سېمو کې د دې ځواکونو شتون اغېزمن یاد شوی خو په همدې حال کې له ځینو سېمو د سیمه ییزو پولیسو لخوا د بشري حقونو څخه د سرغړونې راپورونه هم خپاره شوي دي.