ارګ: اردوغان د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي ژمنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غونډې په څنډه کې له خپل ترکیې او قزاقي سیالانو سره لیدلي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هڅې وکړي.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان او ترکیې ولسمشرانو د یکشنبې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د غوندې په څنډه کې سره لیدلي دي

.
د نوموړي په وینا، په دغه کتنه کې د داوړو هېوادونو تر منځ د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوي او دغه شان د ترکیې ولسمشر ژمنه کړې چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې به، هڅې وکړي.

ښاغلي مرتضوي وویل:
"د ترکیې ولسمشر وویل هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې وکړي او ولسمشر یې هم په ځواب کې وویل چې افغانستان له پاکستان سره د هر اړخیزو خبرو کولو لپاره چمتووالی لري."
ښاغلی مرتضوي وايي، افغان ولسمشر د خپل قزاقي سیال نور سلطان نظربایوف سره هم لیدلي او دواړو ولسمشرانو د اقتصادي او ټرازیټي همکاریو په پراختیا، په ځانګړي ډول د هغه ریل پټلۍ نه د استفادې په اړه چې له ازبکستان او قزاقستان له لارې له چین سره نښلي، ټینکار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان د مشرانو په لومړۍ غونډه کې د ګډون په هدف، استانې ته سفر وکړ.

اوس پوښتنه دا ده چې ترکیه د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه والي په برخه کې ګټور رول ولوبولی شي؟
د نړیوالو اړیکو د چارو کارپوه رحمت الله اشرفي ورته ځواب وايي:
"ترکیه یو ځواکمن اسلامي هېواد دی او شاید د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په برخه کې هڅې وکړي، خو مثبته نتیجه تر لاسه کېدل ترې ستونزمنه ښکاري، ځکه له کلونو راهیسې ځینو هېوادونو غوښتي چې پاکستان له افغانستان سره همکارۍ ته اړ کړي، خو د پاکستان لپاره د هغه هېواد خپلې ګتې مهمې دي."
په قزاقستان کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان په غونده کې د ۵۷ اسلامي هېوادونو مشرانو ګډون کړی چې هدف یې د یووالي پیاوړي کول، په اقتصادي، ټولنیزو، فرهنګي او عملي برخو کې له همکاریو څخه ملاتړ او نړیوال امن او ثبات دی.
خو ولیدل شي چې دغه غونډه او د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د ولسمشر غني لیدنې کتنې د افغانستان د سولې په برخه کې څه نتایج له ځانه سره درلودلای شي.