امریکايي چارواکي وايي، ښايي ایرما توپان 'ویجاوړونکي' وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا متحدو ایالتونو کې د بېړنیزو مرستو فدرالي ادارې ویلي، کېدای شي ایرما نومي توپان د دغه هېواد فلورېډا یا شاوخوا ایالتونو لپاره 'ویجاړونکی ' شي.
د دغې ادارې مشر بروک لونګ ویلي، کېدای شي د فلورېډا ځینې برخې تر ډېرو ورځو بې برېښنا پاتې شي او داسې احتمال هم شته چې له ۱۰۰ زره ډېر کسان سرپناه موندلو ته اړ شي.
بل لور ته له ایس ټي مارټن نومي کاریبین ټاپو نه چې دغه توپان سخت ځپلی په پراخه کچه د لوټمار رپوټونه ورکړل شوي دي. کاریبین سیمه کې ایرما توپان سخته ورانکاري کړې او یو اعشاریه دوه میلیونه کسان یې اغېزمن کړي دي.
که څه هم اوس د توپان د سختۍ کچه څلورو ته ټیټه شوې، خو چارواکي وايي، لا هم دغه توپان 'سخت خطرناک ' دی

.
امریکا کې د هوا پېژندنې ادارې چارواکو ویلي، ښايي د اونۍ پای کې دغه توپان متحدو ایالتونو ته داسې چټک بادونه راوړي، چې په یوه ساعت کې به ۲۷۰ کیلومتره سرعت سره چلېږي.
د یکشنبې پر ورځ به دغه توپان د فلورېډا سویلي سیمو ته رسېږي او هلته نژدې ۵۰۰ زره کسانو ته ویل شوي چې له خپلو استوګنځیو ووځي.
په داسې مهال چې د متحده ایالتونو په ځینې برخو کې خلک د ایرما توپان له وېرې خپل استوګنځي پرېږدي، نړیوال سور صلیب د دې توپان د پایلو په هکله خبرداری ور کوي.
بل لور ته د نړیوال سور صلیب او سرې میاشتې فدراسیون رپوټوي چې ایرما توپان تراوسه له یو میلیون او دوو لکو ډېرو کسانو ته ځاني او مالي تاوان اړولی او له امریکا او کارایب سیمې نورو خواوو ته په تللو سره نور څو میلیونه کسان هم ګواښي.
دمګړۍ ایرما توپان - چې اتلس سمندر سیمه کې تر اوسه د سخت توپان نوم خپلوي- د هایټي، کیوبا او ترکس او کایکاس ټاپوګانو په لور روان دی.
سور صلیب اټکلوي چې د سخت باد او باران دا توپان ممکن تر ۲۶ میلیونو کسان وګواښي.

خلک ان په الوتکو کې له سیمې وځي.
تېره ورځ ایرما سخت زیان واړاوه او ۱۲ کسان یې ووژل.
په ځینې سیمو لکه باربوډا ټاپوګانو، سر مارټن او ویرجین ایلنډز کې یې له ۶۰ زرو ډېرې ودانۍ ورانې کړې او نورې هم زیانمنې شوې.
د امریکا متحده ایالتونو سمندرغاړو ته د ایرما په نږدې کېدلو سره په فلوریډا او جورجیا کې له سمندرغاړې سیمې وتل پیل شوي او هوايي ډګرونه او وتلارې( بهر ته تلونکي سړکونه) د خلکو له بیروبار سره مخ دي.
ځايي رسنۍ دا وتل د امریکا په تاریخ کې د ولس تر ټولو لوی وتل بولي.
د امریکا د بېړنیو خدمتونو د فدرالي ادارې مشر وايي، ایرما توپان به "رښتیا هم ورانوونکی" وي.
نوموړی خبرداری ور کوي: "ښه د اده چې د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې سیمې بیدارې وي او دغه خطر ته پام وکړي".
په ځینې سیمو کې د خطر له امله په زور د خلکو د اېستلو غوښتنه شوې ده.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایرما د اغېز په هکله اندېښنه څرګندوي او وايي:
"فلوریډا تر ډېره تیاری نیولی، خو باید منتظر اوسو چې څه پېښېږي".

ایرما په تاریخ کې تر ټولو بې ساری توپان دی.
په کیوبا کې حکومت نږدې لس زره سیلانیان په سمندرغاړه کې د وختېري له سیمو امن ځایونو ته لېږدولي او په ټول هېواد کې یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
لوېدیځ لور ته په تللو کې له ایرما سره چټک باد هم ملګری دی چې ګړۍ کې ۲۹۵ کیلومتره واټن وهي او تر ۳۳ ګړیو پورې به روان وي.
د کارپوهانو په اند په ۱۹۷۰ لسیزه کې د توپانونو له اندازه کولو راهیسې تراوسه د دومره وخت لپاره او په دومره چټکتیا سره توپان لیدلی شوی نه دی.