''چین په کابل کې د ۱۰ زره کورونو لپاره ودانۍ جوړوي''

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت وايي، د چین له خوا په کابل کې د کور جوړولو پروژې لومړنۍ چارې بشپړې شوې دي. د دغه وزارت د چارواکو په وینا کېدای شي د چین لخوا د کورو جوړولو دغې سترې پروژې عملي چارې هم ژر پیل شي.

شاوخوا دوه کال مخکې چین په افغانستان کې د کور جوړولو دویمې لویې پروژې د پیلولو ژمنه کړې وه.

چین د افغانستان د کور جوړولو له وزارت سره ژمنه کړې چې د استوګنې ۱۰ زره کورونه یا آپارتمانونه به جوړوي. د چارواکو په وينا دغه کورونه به دولتي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې د کورونو اخيستو توان نه لري په اوږد مهاله قسطونو ورکول کېږي

.

د افغانستان د ښار جوړولو وزارت مرستیال اجمل شمس بي بي سي ته وویل دوی د دغې پروژې د طرحې او ډيزاین چارې بشپړې کړي او اوس یې چینايي اړخ ته سپارلي دي:

''هیله مند یو چې په نژدې راتلونکې د دغې پورژې عملي چارې پیل شي. په دغې پروژې کې له دې امله یو څه ځنډ رامنځ ته شو چې د چین حکومت نظام بهیر یا پروسه وخت ته اړتیا لري. دغه طرحه او ډيزاین هلته ځي، هغوی یې ګوري او څو ځله تبادله کېږي. هغه پړاونه نژدې بشپړ شوي دي. په دې وروستیو کې به تړون وشي او عملي چارې به هم پیل شي ''.

د ښار جوړولو وزارت مسؤلینو مخکې ویلي وو د دغې پروژې لګښت تر ۳۵۰ میلیونو ډالرو ډېر دی چې د چین له خوا به افغانستان ته ورکول کېږي.

د ښاغلي اجمل شمس په وینا دوی د کابل ښار کې شاوخوا ۱۱۰ جریبه ځمکه هم په واک کې لري چې د عملي کار له پېلېدو سره به یې چینايي اړخ ته په واک کې ورکړي.

''موږ ددې لپاره د دارالامان په سیمه کې شاوخوا ۲۲ هکټاره ځمکه لرو. چې د کابینې له خوا هم منظوره شوې ده. کله چې له چینایانو سره تړون وشي ځمکه به یې هم د عملي کار له پیل سره سم د هغوی په واک کې ورکړل شي ''.

دواړو اړخونو موافقه کړې چې دغه اپارتمانونه به په عصري او نړيوال سټنډرډ ډول جوړېږي.

دا به د مکروريانو کور جوړونې تر پروژې چې په کابل کې د روسيې له خوا جوړه شوې وروسته په افغانستان کې تر ټولو لويه د استوګنې پروژه وي.

د کورونو کموالي په افغانستان کې يوه تر ټولو لويه ستونزه بلل کېږي، چې تر ډېره د ښارونو اوسېدونکي افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.