د پاکستان لومړی وزیر: د افغانستان جګړه خپلې خاورې ته نه پرېږدو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي دي، په افغانستان کې جګړه نه بلکې خبرې اترې سوله راوستلی شي او په خبره يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې يې د نړیوالو ځواکونو ملاتړ کړی، خو په هېڅ صورت به پرې نږدي چې د افغانستان جګړه د پاکستان پر خاوره ترسره شي.

ښاغلي عباسي ویلي، په افغانستان کې د سولې یواځينۍ لاره خبرې اترې دي او ویلې يې دي، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تګلاره به د پخواني ولسمشر بارک اوباما په څېر ناکامه وي.

پاکستان د امریکا په ګډون افغان دولت او ځینې نور هېوادونه په افغانستان کې د اورپکۍ په تمویلولو تورنوي، خو دغه هېواد تل هلته د اورپکو ضد جګړې پر ځای خبرې اترې د شخړې حل لاره بللې

.

د ډونلډ ټرمپ په اوسنۍ تګلاره کې پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه یاد شوی، چې په کې د ترهګرو ځالې دي او په خبره يې له همدې ځایه په افغانستان کې نړیوال او افغان ځواکونه په نخښه کوي. هغه څه چې پاکستان يې ردوي.

پاکستاني رسنۍ د ښاغلي عباسي له خولې وايي، د ترهګرۍ ضد جنګ کې يې د نړیوالو ملاتړ کړی، خو جنګ نه، خبرې اترې د افغانستان شخړه هوارولی شي.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي دا خبرې داسې وخت کړې دي، چې د ډونلډ ټرمپ تر نوې تګلارې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سړې شوې او د ځينو لوړپوړو چارواکو ترمنځ يې ملاقاتونه هم ځنډول شوي دي.

له دې سره د ټرمپ د دې نوې تګلارې پر ضد له ډيورنډ کرښې سره څېرمه په تورخم، چمن او ځينو نورو سیمو کې يو شمېر خلکو احتجاجونه کړي او په پاکستان کې د اورپکو د پټنځایونو تورونه يې رد کړي دي.

همداسې یو احتجاج د پښتونخوا په هنګو سیمه کې شوی، چې مشرۍ يې د پښتونخوا ایالت د ایالتي اسمبلۍ غړي شاه فیصل کړې. ښاغلي فیصل له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، هېواد يې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ۷۰ زره انسانان قرباني کړي، خو امریکا اوس هم ورباندې د ترهګرو د ملاتړ تور پورې کوي.

د پاکستان رسنیو په بېلا بېلو سیمو کې دغه احتجاجونه ښکاره کړي، چې پکې احتجاج کوونکو د پاکستان بېرغونه را اخیستي او د پاکستاني پوځ په ملاتړ يې شعارونه ورکړي.

که څه هم د پښتونخوا په ځينو سیمو کې د تحریک انصاف ګوند په ګډون ځينو نورو مذهبي سیاسي ګوندونو هم په دې احتجاجونو کې ګډون کړی، خو ډېری دغه احتجاج د پاکستاني پوځ په لمسون یادوي، چې وايي، ځکه يې هم ددغو احتجاجونو زور په تورخم او چمن سیمو کې و.

بلې خواته د پاکستان د پوځ له خوا د یکشنبې په شپه په يوې اعلاميې کې ویل شوي، چې ددغه هیواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د تاجکستان په دوشنبې کې د ترهګرۍ ضد څلورهېوادېزې غونډې په درشل کې د افغان پوځ مشر ډګر جنرال محمد شریف یفتلي ته وړاندیز کړی، چې د دواړو هېوادونو د پوځ ترمنځ به د اورپکو ضد یوه کاري ډله جوړي کړي او زیاتوي، پاکستان په افغانستان کې د سولې لپاره د هر رول لوبولو ته تیار دی.