وزیري: هېچاته اجازه نه ورکوو چې افغانستان کې خپل سري عملیاتونه وکړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

که څه هم د امریکا د سنا د وسله‎وال پوځ د کمېټې يو شمېر غړي وايي، کوم واکونه چې د امریکا ولسمشر امریکايي ځواکونو ته ورکړي له مخې امریکايي ځواکونه نور دې ته اړ نه‎دي چې په افغانستان کې د پوځي عملیاتو لپاره له افغان پوځ څخه اجازه واخلي،خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې خپل سري عملیات وکړي.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ټولو عملیاتو لپاره همغږي او د افغانستان د لوی درستیز اجازه حتمي او ضروري ده

.

 

وزیري زیاته کړه:

"په‎خپل سر هېچا ته دا اجازه نشته، نه پولیسو ته، نه ملي امنیت ته نه دفاع وزارت ته، نه د غوڅ ملاتړ ماموریت ته او نه هم امریکايي ځواکونو ته چې خپل سري عملیات ترسره کړي، دا ټول عملیاتونه هماهنګ کېږي له لوی درستیزه اجازه اخېستل کېږي او له اجازې وروسته عملیات ترسره کېږي."

ښاغلی وزیري وايي، بهرني ځواکونه په هېڅ صورت د افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته هوايي عملیاتونه نه‎شي ترسره کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د يو شمېر راپورونو له مخې امریکا ۲۰ جنګي الوتکې او ۱۹۰ تنه اضافي پوځيان افغانستان ته لېږلي او د امریکا د سنا د وسله‎وال پوځ د کمېټې يوه غړي ویلي چې د ولسمشر ټرمپ له‎خوا د امریکايي ځواکونو د واکونو له ډېرېدو وروسته نور د دوی ځواکونه دې ته اړ نه‎دي چې د عملیاتو لپاره له افغان ځواکونو نه اجازه واخلي.

جو ویلسون ویلي، امریکايي جنګي الوتکې به د افغان ځواکونو له اجازې پرته د دوی په ملاتړ په تروریستي مرکزونو هوايي حملې کوي.

په ورته وخت کې بریتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز د ځېنو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې بریتانیا غواړي افغانستان ته لا ډېر ځانګړي ځواکونه ولېږي.

ورځپاڼې دا هم ویلي چې بریتانوي ځواکونه به په هوايي بریدونو کې د افغان او امریکايي ځواکونو ملاتړ کوي.

بل‎خوا رویټرز خبري اژانس ویلي، د امریکا پوځ د روان میلادي کال له پېل راهیسې په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۲۴۴ هوايي حملې کړي دي.

په داسې حال کې چې د تېرکال په ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې یوازې۱۰۴۷هوايي حملې شوې وې.

پر دې اساس، له جنورۍ میاشتې راهیسې چې ډونالد ټرمپ د ولسمشر په توګه په کار پېل کړی، په افغانستان کې د امریکا د هوايي حملو شمېر تقریباً دوه برابره زیات شوی دی.

په ورته وخت کې د پوځي چارو يو شمېر افغان کارپوهان وايي، که په هوايي او ځمکنیو عملیاتونو کې بهرني ځواکونه د افغان ځواکونه سره همغږي ونه‎لري نو له ګټې به تاوان ډېر وي.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هیله دا ده چې امریکايي ځواکونه هر څه د افغان ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کړي، څو تېروتنې هم رامنځته نه‎شي او ګټور هم تمام شي."

ښاغلی عارض وايي، که د افغان او بهرنیو ځواکونو ترمنځ همغږي موجوده وي نو د ډېرو تېروتنو مخه به ونیول شي او مؤثریت به یې هم ډېر وي.