په هرات کې درې برېښنا بندونه جوړېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان برېښنا شرکت د درې برېښنا بندنونو د جوړولو تړونونه له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک کړل.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي بي بي سي ته وویل د دې بندونو د جوړولو چارې کورني او بهرني(ایراني او هندي) شرکتونه پرمخ بیايي.

افغانستان د ۲۰۱۶ کال د جون پر څلورمه هم په هرات کې سلما بند ګټې اخیستلو ته وسپاره چې د هند په مرسته جوړ شوی دی.

که څه هم سلما بند کلونه وخت ونیو، خو وحیدالله توحیدي وايي، د دې درې برېښنا بندونو دا پروژې به په را روان یو نیم کال کې بشپړې شې

.

د دې درې پروژو په تکمیل سره به د هرات ولایت د څلورو ولسوالیو، اوبې، چشت شریف، کورخ او پښتون زرغون ولسوالیو کې څه باندې اتلس زره خلکو ته برېښنا برابره شي.

دا شرکت وايي، پر دې دریو بندونه څه باندې ۱۶ میلیون امریکايي ډالرو لګښت راځي چې نړیوال بانګ یې ورکوي.

دمګړۍ افغانستان تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتي برېښنا تکیه لري، خو پر نورو ولایتونو سربېره پلازمېنه کابل کې هم خلک د برېښنا له تللو شکایت کوي.

د افغانستان برېښنا شرکت په وینا کابل ولایت ۵۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو په یې خبره یې دوی اوسمهال یوازې ۲۶۰ میګاواټه برېښنا په واک کې لري، ځکه اړ دي، چې شته برېښنا پر بېلو سیمو وویشي.

د افغانستان برېښنا شرکت مشر انجنر امان الله غالب چې د روانې اګسټ میاشتې لومړیو کې یې دنده سمبال کړه، ژمنه کړې چې د خلکو د ستونزو اوارول یې یو کاري لومړیتوب دی.

امان الله غالب په کابل کې د برېښنا پرچاوۍ لوی لاملونه، د نفوس ډېروالی، ناامني او د هوا د سوړ والي یا ګرموالي لپاره له ډېرو برېښنایي وسایلو ګټه اخیستنل بولي.

ښاغلي غالب ژمنه کړې چې د ۲۰۱۸ کال تر پای به په کابل کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه بشپړه اواره کړي.

د ګاونډیانو ۸۰ سلنه برېښنا کارول

د افغانستان برېښنا شرکت په خبره، دا مهال دوی اتیا سلنه اړتیا وړ برېښنا له تاجکستان، ازبکستان او ایران صادروي او شل سلنه کورنۍ برېښنا کاروي.

خو د ځینې شمېرو له مخې افغانستان په منځي ډول ۷۰ میلیارد متر معکب کلنۍ اوبه لري، مګر ۸۰ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته ځي.

افغان ولسمشر اشرف غني په واکمنېدلو پسې په مختلفو سیمو کې د بندونو او ډنډونو جوړولو خبره کړې، ان ځینې يې شرکتونو ته سپارلي دي.

په فراه او نیمرز کې د بندونو جوړولو او د کجکي بند د بیارغونې چارې روانې دي.

ولسمشر غني بېجنیګ ته وروستي سفر کې له چینايي سیال سره پر کونړ سیند د برېښنا بند جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

د افغان حکومت دې هڅو د ګاونډیانو په تېره ایران غبرګون پارولی. د دغه هېواد یوې ورځپانې( ایران ډیلې) وړمه ورځ هم د تهران او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اوبو د شراکت یو مطلب درلود.

ورځپاڼه په افغانستان کې بندونو جوړلو په تېره د کچکي بند په یادولو سره وايي، چې دا بندونه په ایران کې د ځینې سیمو وچکالۍ ته لار برابروي.

ورځپاڼه لیکي چې ایراني حکومت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د اوبو په برخه کې شویو تړونونو ته درناوی وکړي او هغه هوکړې هم له پامه و نه غورځوي چې ایران یې د اوبو په برخه کې له خپلو ګاونډیانو سره لري خو رسماً د یو سند په توګه نه دي لاسلیک شوې.

دې ورځپاڼې د ولسمشر روحاني د دفتر د رییس محمود واعظي له قوله لیکلي چې د اوبو پر سر د هېوادونو ترمنځ جنجالونه په راتلونکي کې د تاوتریخوالي او جګړې لامل کېدلی شي

خو افغان حکومت وايي، ایران ته د شوي تړون له مخې اوبه ور کوي او افغانستان کې برېښنا بندونو د ایران د وچکالۍ سبب نه دي.