پاکستان: د امریکا مرسته نه، باور یې غواړو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځ وايي ددغه هېواد د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره په پاکستان کې د امریکا سفیر ډېويډ هېل ملاقات کړی او د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر سر يې ورسره خبري کړې دي. د پاکستان پوځ وايي، "مرسته نه، باور غواړو ".

د پاکستاني پوځ له خوا په يوې اعلاميې کې ویل شوي، پاکستان هم د بل هر هېواد په څېر په افغانستان کې سولې ته لېواله دی او هلته يې د سولې لپاره ډېر څه کړي او نور هم کول غواړي.

د پاکستاني پوځ د مشر قمر جاوېد باجوه او امريکايي سفیر ډېويډ هېل ترمنځ دا ملاقات تر هغه وروسته کېږي، چې پرون د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتیژي اعلان کړه او پکې يې پاکستان ته خبرداری ورکړ، چې نور په دغه هېواد کې د ترهګرو پټنځایونه نه شي زغملی

.

ښاغلي ټرمپ په دې بیان کې ویلي و، امریکا له پاکستان سره په میلیاردونو ډالره مرسته د ترهګرۍ د ختمولو لپاره کوي، خو له دې باوجود په دغه هېواد کې لاهم د ترهګرو ځالې شته او له هماغه ځایه په افغانستان کې نړیوال ځواکونه په نخښه کوي.

د انځور حقوقارګ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستراتیژي پاکستان ته د خپل چلند بدلولو په هکله د چانس ور کولو په مانا ده.

ولسمشر غني وویل، د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژي پاکستان ته دا چانس ور کوي چې پر خپل پخواني چلند او دود غور وکړي.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه کې د امریکا دغه نوې ستراتيژي رد کړه، خو ددغه هېواد پوځ بیا تر بهرنیو چارو وزارت لږ څه سخت بیان ورکړی او وايي، دوی ته د کومې مرستې او پېسو ضرورت نشته، بلکې ددې پر ځای د امریکا باور غواړي او دا هم چې امریکا باید د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان په ونډه ځان پوه کړي.

د پاکستاني پوځ دغه خبرپاڼه مخکې کاږي، دوی په افغانستان کې د سولې لپاره هر ګام د کوم هېواد د رضا کولو لپاره نه، بلکې د خپلې قامي تګلارې په موخه پورته کړی دی. پوځ زیاتوي، په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید ټولې غاړې په همغږۍ سره خپل رول ولوبوي.

تردې وړاندې پرون په پاکستان کې د امریکا سفیر ښاغلي هېل د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره لیدلي و، چې پکې يې پر همدې نوې ستراتيژۍ خبرې شوې وې.

ماښام ناوخته بیا د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خان قان عباسي په مشرۍ د کابینې له غونډې سره همدا معلومات شریک کړي ول.

د کابینې په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې سبا به د پاکستان د ملي امنيت شورا غونډه جوړېږي چې جګپوړي پوځي او ملکي چارواکي به د امریکا د دې نوې ستراتيژۍ په رڼا کې پر خپله تګلاره بحث کوي.