د پخواني ولسمشر حامد کرزي مطبوعاتی اعلامیه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس نن د یوې وینا په ترڅ کې د افغانستان د جګړې په اړه د دغه هېواد نوې ستراتیژی اعلان کړه.

په دغې ستراتیژي کې د سولې پر ځای چې د افغانانو اصلي او اساسي غوښتنه ده د جګړې په ادامې او پراخېدو تاکید شوی. موږ د امریکا د متحده ایالاتو د دغه دریځ کلک مخالفت کوو او په کلکو ټکو یې غندو. 
د افغانانو غوښتنه په هېواد او سیمه کې د دایمې سولې او ثبات ټینګښت دی نه د جګړې د اور پراخېده او د وژنو او تخریب دوام. برعکس د امریکا متحده ایالات باید هڅه وکړي چې د خبرو، مذاکراتو او سوله ایزو اقداماتو له لارې په افغانستان او سیمه

کې جګړه پای ته ورسوي ترڅو د سیمې هېوادونه په سوله او امن کې یو له بله سره ژوند وکړي.

په یاده ستراتیژی کې یوازینۍ د عطف نقطه دا ده چې د امریکا متحده ایالاتو خپل پخواني اشتباهات منلي او زیاته کړې یې ده چې له دې وروسته به په پاکستان کې د تروریستانو د ځالو او پټنځایونو په هکله چوپتیا غوره نه کړي. که څه هم دا خبره په وار وار د امریکا له حکامو څخه پخوا هم اورېدل شوې خو هیله ده چې دا ځل په خپلو ویناوو په جدیت سره عمل وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو د نوې ستراتیژی په باب به خپل اساسي او هر اړخیز موقف د دغې ستراتیژي تر دقیقې مطالعې وروسته په راتلونکو ورځو کې اعلان کړو