سرچینه: بلخ کې د اصف مومند د نیولو په اړه جدي څېړنې کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان دولت یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، بلخ ولایت کې د اصف مومند د نیول کېدو مسله جدي ګڼل کېږي چې په وینا یې د دې مسلې په اړه د اعلی سرقومندان (ولسمشر) په ناسته کې هم خبرې وشوې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یوې سرچینې د بي بي سي محفوظ زبیدي ته ویلي، ارګ د دې مسلې د جدي څېړنې لپاره لاس په کار شوی او له بېلابېلو بنسټونو یو پلاوی د قضیې د ټولو اړخونو معلومولو لپاره ګومارل شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي سلاکار مراد علي مراد وايي، د مزار شریف هوايي ډګر کې د هغې پېښې څېړلو لپاره یو څېړونکی پلاوی ټاکل شوی، چې د ولایتي شورا یو غړی اصف مومند پکې ونیول شو

.

د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات وايي، کله چې اصف مومند تېر ماښام هوايي ډګر ته ورسېد د عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونیول شي.

د رپوټونو له مخې د ولايتي شورا غړی اصف مومند څو ساعته په هوايي ډګر کې ایسار و او نه یې غوښتل ځان تسلیم کړي.

پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.

عطاء محمد نور پخپله فیسبوکپاڼه د ښاغلي مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی د "دسیسې په جوړولو" تورن کړي.

نوموړي لیکلي: "د ملي امنیت شورا محترم سلاکار (ښاغلی حنیف اتمر) او د ملي امنیت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)، له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت ناآرامه کوي".

خو د افغانستان د ملي امنیت ویاند قادر شاه د ښاغلي نور دا څرګندونې بې بنسټه بللې او پرخپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي: "د بلخ محترم والي ښاغلي نور په خواله رسنیو کې د بلخ د امنیت په اړه څرګندونې کړې، د ملي امنیت شورا دفتر دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخیزه څېړنو وروسته په ډاګه کړي".