لويه څارنوالي: د اصف مومند نیولو امر مو نه دی ورکړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي، چې د دوی له لوري د اصف مومند نیولو ادعا بې بنسټه ده او داسې هېڅ امر د دوی له لوري نه دي ورکړل شوی. د افغانستان لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي کابل کې د بي بي سي له خبریال خوشحال تایب سره په دې اړه خبرې کړې دي. نوموړی وايي:
''د لویې څارنوالۍ له لوري د دغه شخص د نیولو هېڅ امر نه دی صادر شوی. یوازې تر دې وړاندې ښاغلی مومند د یوې بلې قضیې په تړاو چې زموږ د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ لخوا تر څېړنې لاندې وه، څارنوالۍ ته وربللی یا جلب شوی و.
دی د تحقیق لپاره حاضر شوی و او یو لړ معلومات هم ترې اخیستل شوي وو. هغه قضیه د تېر کال په کب میاشت کې وه، نو د لویې څارنوالۍ لخوا د ښاغلي مومند نیولو په تړاو د ښاغلي مومند د نیولو په تړاو د هر ډول حکم ادعا بې بنسټه ده

. ''
له دې مخکې پر ټوېټر د بلخ والي عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي وو، چې واييد ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.
نوموړي ویلي و د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري د دغې قضیې څېړنې لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.
له دې مخکې د بلخ د پولیسو مشر سید کمال سادات ویلي و ، کله چې اصف مومند تېر ماښام مزار شریفهوايي ډګر ته ورسېد د د والي عطاء محمد نور لارښوونه دا وه چې ونیول شي:
"مومند راغی هوايي ډګر ته، د والي صیب هدایت دا و چې دا وکیل باید ونیول شي."
د افغانستان شمال کې د بلخ د پولیسو چارواکي ویلي و، ښاغلی مومند له نښتو وروسته له هوايي ډګر وا ېستل شو او اوس د ملي امنیت ادارې په بند کې دی.
د بلخ د پولیسو مشر په وینا په دې نښتو کې د ښاغلي مومند دوه کسان وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې د ولايتي شورا غړی اصف مومند څو ساعته په هوايي ډګر کې ایسار و او نه یې غوښتل ځان تسلیم کړي.
عطاء محمد نور پخپله فیسبوکپاڼه د ښاغلي مومند د نیول کېدو د شېبې له یوه انځور خپرولو سره د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت مشر معصوم ستانکزی د "دسیسې په جوړولو" تورن کړي.
نوموړي لیکلي و:
"د ملي امنیت شورا محترم سلاکار (ښاغلی حنیف اتمر) او د ملي امنیت عمومي مشر (ښاغلی معصوم ستانکزی)، له دسیسو ډکو داسې پروژو له طرحې لاس واخلئ، چې له نسبي امنیت برخمن بلخ ولایت ناآرامه کوي".
خو د افغانستان د ملي امنیت ویاند قادر شاه د ښاغلي نور دا څرګندونې بې بنسټه بللې او پرخپله فیسبوکپاڼه یې لیکلي:
"د بلخ محترم والي ښاغلي نور په خواله رسنیو کې د بلخ د امنیت په اړه څرګندونې کړې، د ملي امنیت شورا دفتر دا څرګندونې کاملاً بې بنسټه بولي او وروستی نظر به د قانون ساتونکو بنسټونو له هر اړخیزه څېړنو وروسته په ډاګه کړي".
تېره شپه له نیول کېدو وړاندې ښاغلي مومند ځینو رسنیو ته وویل "د عطاء محمد نور د وسله والو کسانو لخوا محاصره یم او له هوايي ډګره د وتلو اجازه نه را کوي."
نوموړي پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې زور واکو ته نه تسلیمېږي.
د پولیسو مشر له خولې د نښتو حال
د پولیس مشر ښاغلی سادات وايي، د کورنیو چارو د وزیر په سپارښتنه دی هوايي ډګر ته ورغی، چې د لانجې مخنیوی وکړي:
"پرېکړه دا شوه چې بېرته دوی (مومند) کابل ته لاړ شي، زه هم هملته پاتې شوم، پر دغه مهال کسان راغلل ډزې یې وکړې زه هملته وم خدای وساتلم یو ساتونکی مې ټپي شو او یو صاحب منصب ټپي شو. "
سید کمال سادات وايي، د ډزو پر مهال اصف مومند د هوايي ډګر ترمینال اخري دروازه کې وه:
"کله چې ډزې وشوې بالاخره یې مومند ونیو او د ځان سره یې یووړ د هوايي ډګر قومندان ته ویل شوي و چې نوموړی ونیسي، اوس د ملي امنیت سره دی، ملي امنیت ته یې سپارلی دی."
اصف مومند څو ورځې وړاندې په کابل کې يوه خبري ناسته کې د بلخ پر والي عطاء محمد نور د فساد تورونه پورې کړي و.
ښاغلي مومند دغه راز ادعا کړې وه چې عطاء محمد نور د ده د وژلو هڅې هم کړي دي.
د بلخ د ولایتي شورا دغه غړي ویلي د عطاء محمد نور د اداري فساد په اړه اسناد لري.
پر ټوېټر د عطاء محمد نور سلاکار طاهر قادري یو شمېر اسناد خپاره کړي چې وايي ښاغلي مومند د نیولو رسمي حکم دی چې په بلخ ولایت کې د څارنوالۍ له دفتر صادر شوی دی.