و لسمشر غني د اصف مهمند د نیولو د څرنګوالې په اړه د څېړنو امر کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر د بلخ د ولایتي شورا د یوه غړي د نیولو د قضیې د هر اړخیزې څېړنې حکم کړی.

د بلخ د والي د ویاند له هغې ادعا وروسته چې ویلي دي د دې ولایت پولیسو د لوی څارنوالۍ په حکم اصف مهمند نیولی د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې ولسمشر حکم کړی چې دا قضیه باید په هر اړخیز ډول وڅېړل شي.

د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ د ولایتي شورا د دې غړي د نیولو په هدف هیڅ ډول مکتوب د لوی څارونوالۍ له لوري نه دی صادر شوی.

د هغه په خبره د ولسمشر د حکم په اساس، د لوی څارنوالۍ یو مرستیال، د ولسي جرګې یو شمېر غړو، د کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت عمومي ریاست او د محلي ارګانونو ادارې ته دنده شپارل شوې چې د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف

مهمند د نیولو قضیه په هر اړخیز ډول وڅېړي.

جمشید رسولي

نوموړي زیاته کړه:

"د لوی څارنوالۍ له لوري د اصف مهمند د نیولو په هدف کوم حکم نشته، دا مسئله به په هر اړخیز ډول د دې پلاوی له لوري وڅېړل شي، د دغه قضیې څرګنوالی د سیمه ییزو مسولو او غیر مسولو چارواکو او ادارو اجراات چې په دې اړه يې کړي هم د پلاوي له لوري څېړل کېږي او په وروستیو کې به د دې په اړه تصمیم ونیول شي."

دا په داسې حال کې چې د بلخ د والي ویاند منیر فرهاد ادعا کړې چې تېره شپه کله چې د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند له کابله بلخ ته راغی د لوی څارنوالۍ د حکم په اساس د پولیسو له لوري ونیول شو.

د هغه په خبره د ولایتي شورا د دې غړي د نیولو پر وخت یو شمېر غیر مسؤل وسله وال د مولانا جلال الدین بلخي هوايي ډګر ته هم داخل شوي او په وسله واله شخړه کې د امنیه قوماندانۍ دوه پولیس هم ټپيان شوي دي.

منیر فرهاد

نوموړي زیاته کړه:

"د ښاغلي مهمند د نیولو لپاره خپله امنیه قوماندان دنده اخیستې وه او هوايي ډګر ترمینل او عمومي صالون ته هم داخل شوی وو، موږ تصویرونه او اسناد لرو چې په فزیکي شخړه کې د امنیه قوماندانۍ دوه تنه ساتونکي هم ټپيان شوي دي."

ښاغلی فرهاد د مهمند د نیولو لپاره هوايي ډګر ته د عطا محمد نور د ساتونکو داخلېدل ردوي او په ټینګار سره وايي چې د بلخ د والي ساتونکي له فزیکي شخړې وروسته د پولیسو د همکارۍ په هدف سیمې ته تللي وو خو هوايي ډګر ته نه دي ننوتلي.

د راپورنو په اساس د بلخ د ولایتي شورا د غړي اصف مهمند او د دې ولایت د والي عطا محمد نور ترمنځ اختلافات نوې مسئله نه ده.

یو شمېر رسنیو ویلي چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې ښاغلی مهمند کابل ته راغلی و او ادعا يې کړې وه چې د بلخ د والي د اداري فساد او خپلوانو ته د امتیاز ورکولو په اړه به ځینې اسناد لوی څارنوالۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي همداراز ادعا کړې وه چې د بلخ والي غواړي ترور يې کړي.

خو د بلخ د والي ویاند وايي چې د اصف مهمند له څرګندونو وړاندې د بلخ ولایت امنیتي دفتر امنیتي ادارو ته لیک سپارلی وو او په کې لیکل شوي چې یو شمېر نامعلوم وسله وال غواړي ښاغلی مهمند ترور کړي او مسؤلیت يې د بلخ پر والي پورې کړي.

له بله خوا یوې معتبرې امنیتي سرچیني د نوم ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د بلخ د ولایتي شورا غړی محمد اصف مهمند تېره شپه د بلخ د والي عطامحمد نور د وسله والو ساتونکو له خوا ونیول شو او وروسته ملي امنیت ته وسپارل شو.

سرچینې وویل چې اوس مهال ښاغلی مهمند د ده د خوندي ساتلو لپاره په ملي امنیت کې ساتل کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش هم خبر ورکړی چې د ښاغلي مهمند په نیولو کې پولیس هیڅ ډول لاس نه لري.

د اصف مهمند د نیولو په اړه د حقوقي چارو کارپوه سبحان مصباح د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته داسې وویل:

"که د بلخ د والي ساتونکو دا کار کړی وي نو د څارنوالۍ له څېړنو وروسته به معلوم شي، او که د هغه د نیولو امر د بلخ والي ورکړی وي نو مسلماً دلته بیا د مسؤلیت بحث رامنځته کېږي او که دا يې پلان کړی نو هم باید هغه «عطا محمد نور» ځواب ورکونکی اووسي."

ښاغلی مصباح وايي؛ که د ښاغلي نور وسله وال ساتونکي هوايي ډګر ته د مهمند د نیولو په هدف داخل شوي وي نو د پولیسو غفلت په ډاګه کوي.

ځکه پر وینا يې پولیس باید هوايي ډګر ته د غیرمسؤلو وسله والو د داخلېدو مخه ونیسي.