"له شمالي کوریا سره اتومي جګړه ژر پېښېدونکې نه ده"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ له زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره سره د دغه هېواد د څارګرې ادارې سي ای اې مشر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اتومي جګړې ژر پېښېدل ناشوني دي.

مایک پمپیو وویل، د پیونګ یانګ د وسلو پروګرام په ډېره "اندېښمنوونکې چټکتیا" پرمخ ځي او د دغه هېواد یوه نوې توغندیزه ازموینه به حیرانوونکې نه وي.

هغه دا خبرداری هم ور کړ چې "د امریکا ستراتیژیک" صبر کاسه په څڅېدو ده.

دواړه هېوادونه په دې وروستیو کې د یو بل پرضد له دوښمنۍ ډکې څرګندونې کوي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ شمالي کوریا "په اور اوغوسه" وګواښله

.

ښاغلی پمپیو وايي "پوره باوري" دی چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د خپل اټومي پروګرام لمن نه پرېږدي.

هغه د دې پوښتې په ځواب کې چې شمالي کوریا له داسې اتومي وړتیا څومره لرې ده چې پر مټ یې امریکا په نښه کړي - وویل "ډېره نږدې" ده.

نوموړي له فاکس نیوز تلوېزون سره د یکشنبې په ورځ په مرکه کې وویل "هغوی په دې برخه کې په ډېره اندېښمنوونکې چټکتیا پر مخ ځي".

د شمالي کوریا د اتومي پروګرام په هکله پخوانی تاوتریخوالی په داسې مهال زیات شوی چې دغه هېواد په جولای میاشت کې د لویو وچو بالستي توغندی وازمویه.

 

د دغې ازموینې له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر پیونګ یانګ نور بندیزونه ولګول چې ښاغلی کېم یې نور هم غوسه کړ.

ښاغلي ټرمپ د تېرې اونۍ په اوږدو کې څو ځلې پر شمالي کوریا لفظي برید وکړ او ویې ویل چې د امریکا پوځ "ډزو ته چمتو" دی.

په مقابل کې شمالي کوریا پر نوموړي تور ولګاوه چې کوریا ټاپووزمه کې اتومي جګړې ته لمن وهي.

د ښاغلي ټرمپ څرګندونې

سې شنبه: "ښه ده شمالي کوریا نور امریکا ونه ګواښي. ځکه له داسې اور او غوسې سره به مخ شي چې نړۍ هیڅ وخت لیدلی نه دی".

چهارشنبه: "د امریکا اتومي وسلې د اوس په څېر ځواکمنې نه وې".

پنجشنبه: "ښايي د اور او غوسې ګواښ ډېر سخت نه و، له هغه به ډېر څه سخت ولیدل شي".

 

جمعه: "د امریکا پوځ ډزو ته چمتو دی او شمالي کوریا باید له هوښیارتیا کار واخلي".

خو ښاغلي پمپیو دا ونه منله چې د اتومي جګړې خطر نږدې دی او زیاته یې کړه:

"اورېدلي مې دي چې خلک د اتومي جګړې په هکله خبرې کوي، ما داسې هیڅ اطلاعات لیدلي نه دي چې وښيي په دغسې حالت کې یو".

دا په داسې مهال ده چې څو هېوادونو اندېښنه ښودلې چې دا کړکېچ زیاتېږي، خو د شمالي کوریا یوازیني ملګري چین له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې ده.

شمالي کوریا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په ارام سمندر کې د ګوام ټاپو نږدې اوبو ته د توغندي توغولو نیت لري.

ګوام کې د امریکايي بم غورځوونکو لویه اډه ده.

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل، که شمالي کوریا ګوام ته تاوان ورسوي باید "لویو ستونزو" پېښېدلو ته په تمه شي.