د افغانستان لویه څارنوالۍ کې یوه سر چینه وایي، د بامیانو د لومړۍ حوزې امر شریف شیداني، چې د ولسي جرګې د غړي عبدالرحمن شیداني زوی هم دی، په "درې کاله بند محکوم او اته زره ډالره" نقدی جریمه شو.
ښاغلی شیداني تورن و چې دوه میاشتې وړاندې یې په بامیانو کې د کام ایر شرکت الوتکې ته د ناستې اجازه نه وه ورکړې.
د راپورونو له مخې، دوه میاشتې وړاندې چې د نوموړي پلار د الوتکې له پروازه پاتې شو، نو ده یې په غبرګون کې د یو شمېر پلویانو په ملتیا، په بامیانو کې الوتکې ته د ناستې اجازه ور نه کړه.
سرچینې له نوم اخیستلو ډډه کړې، خو زیاته کړې یې ده، د بامیانو د هوایي دګر قومندان هم د دې پیښی په تړاو په یو کال بند محکوم شوی دی
.
د دغو کسانو لومړنۍ محکمه په کابل کی جوړه شوه، خو تر اوسه محکومو کسانو د محکمې د پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړه ده چې تورن کسان د استیناف محکمې غوښتنه کولی شي.
دوه میاشتې وړاندې چې ښاغلي شیداني په بامیانو کې د کام ایر شرکت الوتکې ته د ناستې اجازه ورنکړه، په تولنیزو رسنیو کې د خلکو له توند غبرګون سره مخامخ شو.