ډونلډ ټرمپ: افغانستان کې ګډوډي په میراث را پاتې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ډېر ژر به د افغانستان په هکله خپله ستراتیژي اعلان کړي.

ډونلډ ټرمپ په نیوجرسي کې خبرغونډې ته وویل، چې افغان ستراتیژي اعلانول ورته لویه پرېکړه ده، مګر زیاته یې کړه چې دې پرېکړې ته ډېر نږدې شوی دي.

د ولسمشر ټرمپ دا خبرغونډه د شمالي کوریا او امریکايي چارواکو ترمنځ پر وروستیو ناندریو ټوله وه، خو نوموړی د افغان جګړې په هکله هم وپوښتل شو.

ډونلډ ټرمپ خبریالانو ته وویل، چې افغانستان کې ګډوډي په میراث ور پاتې ده

.

"خو موږ به اوس دا ګډوډي سموو، ۱۷ کاله کېږي موږ په افغانستان کې یو، دا زموږ تر ټولو لویه جګړه ده دا مې په یوه لیکنه کې ولوستل، که سپینه یې درته ووایم، ډېر ژر به په دې هکله پرېکړه وکړو"

د ولسمشر دا خبره په داسې مهال ده چې د ده د ادارې ډېر لوړپوړي امنیتي چارواکي په دې سره جوړ نه دي چې افغانستان ته نور سرتېري واستوي که سرتېري ترې وباسي.

همدا لامل دی چې تر اوسه ډونلډ ټرمپ له میاشتو میاشتو انتظار وروسته هم افغان ستراتیژي اعلان کړې نه ده.

د افغان جګړې لپاره د جان مکېن وړاندیزونه

په ورته مهال د امریکا د مشرانو جرګې غړي او د وسلوالو خدمتونو د جرګه ګۍ رییس جان مکېن د افغانستان لپاره ځانګړی پلان جوړ کړی دی.

نوموړی له افغانستان سره ځانګړی زړه را ښکون او نږدې اړیکي لري.

هغه ژمنه کوي، چې د کانګرېس پر غړو به فشار واچوي چې په دې پلان کې پر نغښتو وړاندیزونو بحث وکړي.

جان مکېن په خپل پلان کې وايي، افغانستان ته باید نور سرتېري واستول شي چې له "ترهګرو" سره جګړه وکړي او ویې ځپي.

خو دا یې نه دي ویلي چې څومره تازه دم امریکايي سرتېري واستول شي.

د هغه په خبره، دغو ځواکونو ته باید بشپړ واک ور کړل شي، چې طالبان، القاعده او نور "ترهګر" په نښه کړي.

پاکستان ته سزا ور کول

جان مکېن دا هم وايي، چې امریکا باید له افغانستان سره اوږدمهالې پوځي هوکړې ته ورسېږي.

د مشرانو جرګې دا غړی وايي، چې امریکا باید پاکستان ته د "وسلوالو او ترهګرو" سره د ملاتړ او پنا ور کولو له امله د سزا ور کولو پیل وکړي.

که څه هم د پاکستان چارواکي وايي، چې قبایلي سیمو کې له عملیاتو وروسته حقاني شبکه او نور وسلوال افغانستان ته اوښتې دي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې میاشتې د ترهګرۍ ضد کلني رپوټ کې د پاکستان دا ادعا رد شوې ده.

په رپوټ کې راغلي چې د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي پاکستان کې دي او له هغه ځای افغانستان کې امریکايي او افغان ځواکونه ګواښي.

امریکايي چارواکي وايي افغانستان کې پر ۲۰۱۶ کال ډېر داسې ترهګریز بریدونه شوي چې پاکستان کې حقاني شبکې، طالبانو او نورو اورپکو ډلو په خپلو پټنځیو کې پلان کړي وو.