ملګري ملتونه یوه افغان ته د وتلي ځوان استازي جایزه ورکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هغه ځوانان چې له هېواده بهر لوی شوی وي خو افغانستان ورته دومره ګران وي چې د خبرو او فکر لویه برخه یې دغه هېواد ته پر خدمت راټوله وي، د الهام عجیبه سرچینه ښکاري.

د اګست پر دولسمه نېټه (د زمري ۲۱) به د ملګرو ملتونو په عمومي تالار کې تر ۱۰۰۰ د ډېرو ځوانانو ترمنځ، یو افغان زلمی د "وتلي ځوان استازي" په نوم جایزه ترلاسه کړي.

پامیر احساس ۲۳ کلن افغان دی چې په ناروې کې د بشرپالو فعالیتونو له لارې افغانستان کې د ښوونځیو زده کوونکو سره مرسته کوي.

د ملګروملتونو د "وتلي ځوان استازي" د ۲۰۱۷ کال دوبي جایزې ته په دوو نومول شويو کسانو کې پامیر احساس هم وي چې د ملګروملتونو عمومي تالار کې به د خپل نسل ځوانانو ته وینا وکړي

.

په ملګروملتونو کې د ځوانانو جرګې ښاغلي احساس ته لیکلي چې "د ۲۰۳۰ کال د دوامدارې پرمختیا د اجنډا لپاره ستاسې هوډ، هڅه او لېوالتیا د سایلو وړ ده."

دی ۱۹۹۴ کال کې افغانستان کې زېږېدلی او شپږ کلن و چې له کورنۍ سره ناروې ته کډوال شوی دی.

ښاغلی احساس د ناروې پلازمېنه اوسلو په پوهنتون کې د حقوقو په ځانګه کې زده کړې کوي او ترڅنګ یې د بشري مرستو فعالیتونو د ډېرو نړیوالو پام ور اړولی دی.

ده په ناروې کې د "روښانه سبا " او "د ځوانانو د کمپاین" په نامه د خیریه موسسو له جوړولو سره، ددغه هېواد له بېلابېلو برخو پیسې راټولې کړي او په افغانستان کې یې له دوو کلونو راهیسې د نژدې ۱۲۰۰ افغان ماشومانو او ځوانانو د زده کړې اړتیا پوره کړې ده.

ښاغلي احساس بي بي سي سره مرکه وویل: "زما هیله دا وه چې زموږ هېوادوال په افغانستان کې زموږ په شان وکړی شي درس ووایي. او اوس زه غواړم بهر مېشتي ځوانان دې ته وهڅوم چې په افغانستان کې له هغو زده کوونکو سره مرسته وکړي چې د زده کړې لپاره ان لومړنۍ اسانتیاوې نه لري."

د ښاغلي احساس اوسنۍ مرستې په افغانستان کې ناروې خیریه موسسې په همکارۍ د فاریاب ولایت تر ۱۶ ښوونځیو رسېږي، خو دی وايي چې غواړي د افغانستان نورو ولایتونو ته هم د خپلو مرستو لمن وغځوي.

د ښاغلي احساس د مرستو ډېره برخه پر هغو ماشومانو او ځوانانو لګېږي چې ښوونځي خوشې کوي.

دوی ددغو ځوانانو او ماشومانو لپاره د چټکو زده کړې ۹ میاشتني کورسونه جوړوي چې په هغه کې زده کوونکو ته هغه ټول درسونه ورکول کېږي چې ښوونځي کې یې یوه ټولګې کې د کښېناستو جوګه کوي.

د ملګروملتونو دغه غونډه چې د ځوانانو جرګه نومېږي، په دې موخه ترسره کېږي چې ځوانان په هغو مسلو کې ښکېل شي او کار پرې وکړي چې د دوی پر راتلونکې اغېز درلودلی شي.

په راتلونکې غونډې کې به پر دوامدارو پرمختیایي هدفونو خبرې کېږي چې د ښاغلي احساس پر فعالیتونه تم کېدل او په نړیواله کچه ځوانانو ته د ده کار د الهام بخښونکې بېلګې په توګه یادول، به یې یوه برخه وي.

پامیر احساس د خپلې خیریه موسسې له لارې د ناروې په اووه ښارونو کې ۱۵۰۰ زده کوونکي مرستې ته وهڅول او تر ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو معادل د ناروې کرون یې د افغان ماشومانو او ځوانانو د زده کړې لپاره راټول کړل.

ښاغلي احساس به سږکال سپټمبر میاشت کې د درېم ځل لپاره په ټول ناروې کې د پیسو د راټولو لړۍ بیا پیلوي او موخه یې دا ده چې په افغانستان کې د اوس پرتله دوه برابره ماشومانو ته د دوی د زده کړې اړتیاوې برابرې کړي.

د ده بشرپالو مرستو ته په کتو د ناروې شهزاده هاکوون ښاغلي احساس ته "د کال د ځوان مخکښ جایزه" ورکړه. د ده د هڅو په پار په ناروې کې افغان سفیرې شکریه بارکزۍ هم ستاینلیک ورکړی دی.

پامیر احساس وايي دی به په ملګرو ملتونو کې په خپله وینا کې د بېوزلو او شتمنو ځوانانو ترمنځ توپېر ته اشاره وکړي او ددغو ترمنځ د واټن پر کمولو به ټینګار وکړي.

خو پامیر ته چې ډېره هڅه کوي له ټولو ستونزو سره سره په خپله مورنۍ ژبه پښتو خبرې وکړي، د افغان ځوانانو ژوند او د افغانستان راتلونکې د اندېښنې وړ ده.

دی خپل "مسولیت"بولي چې د ځان په شان فرصت افغان ځوانانو ته هم برابر کړي او زیاتوي

"چې افغان ځوانان درس ووايي ... بیا به افغانستان جوړ شي."