د کمال خان بند په تړون کې ستونزې هره میاشت ۱۷۵ میلیونه متر مکعب اوبه ضایع کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر وايي، د پراختیايي پروژو په تړونونو کې علمي پروسیجر ته دقت نه‌کول، د هېواد ځینې پراختیايي پروژې له ستونزو سره مخ کړې دي

دغه وزارت خبرداری ورکوي چې د اوبو او برېښنا د پراختیایي پروژو په تړونونو کې دې، د تدارکاتو د قانون ټول مواد په شفاف ډول په پام کې ونیول شي که نه نو؟ د دغه وزارت په وینا د یو شمېر پراختیايي پروژو چارې به، له ستونزو سره مخ وي.

د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني دا خبره د سې شنبې په ورځ په کابل کې، د افغانستان پراخیتايي پروژو ته د خصوصي سکټور د پانګو د جلبولو او د تدارکاتو د پروسیجر د اسانولو، په کلني کنفرانس کې وکړه.

ښاغلي عثماني وویل، د تدارکاتو د قانون موادو ته نه‌پاملرنه د دې لامل شوې چې د نیمروز ولایت د کمال خان د اوبو د بند د جوړولو چارې، له ستونزو سره مخ او هر کال د هېواد میلیونونه متر مکعب اوبه ضایع شي

.

 

نوموړي زیاته کړه:

"په کمال خان کې موږ هره میاشت په اوسط ډول ۱۷۵ میلیونه متر مکعب اوبه له لاسه ورکوو، که د دغې کمپنۍ اسناد او مالي موضوع‌ګانې ارزول شوي وی، اوسني مسایل به په‌کې نه‌رامنځته کېدل."

د کمال خان د اوبو بند د نیمروز ولایت په چهار برجک ولسوالۍ کې د هملند پر سیند جوړېږي.

د دغه بند د جوړولو لومړنۍ چارې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داود خان په واکمنۍ کې پیل شوې وې، خو په هېواد کې د پرله‌پسې جګړو له امله د دغې پروژې چارې، په بشپړ ډول ترسره نه‌شوې.

د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې د کمال خان بند د درېیم فاز د جوړولو تړون د ۷۸ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت له یوې ترکۍ کمپنۍ سره شوی دی.

 

دا وزارت دا هم وايي چې پر یادې کمپنۍ یوې بلې کمپنۍ تور لګولی چې دغه ترکۍ کمپنۍ د کمال خان بند د جوړولو ظریف نه‌لري، له همدې امله د دغه بند د جوړولو چارې له ستونزو سره مخ شوي او پرېکړه شوې چې لګول شوي تورونه او د تورنې کمپنۍ ظرفیتونه وارزول شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي تدارکاتو اداره وايي، د کمال خان بند د جوړولو چارې له یوې ترکۍ کمپنۍ سره، د تدارکاتو له قانون او وضع شویو پروسیجرونو له مخې په شفافه توګه ترسره شوي او یاده کمپنۍ د خپلو چارو په بشپړولو مکلفه ده.

د دغې ادارې د ستراتېژیکو اړیکو او د شفافیت د تأمینولو مسؤل محمد سهیل کاکړ، ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د تدارکاتو قانون د سیمې په کچه یو ښه او غوره قانون دی، تړون شوی او د چارو پلي کول په خپله د وزارت کار دی چې اوبه څنګه مدیریت کړي او څه چې تدارکاتو پورې اړه لري دا دي چې کمېسیون تصمیم نیولی، تړون شوی او پروژه باید پلې شي."

 

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت وايي، د ولسمشر له حکم سره سم تصمیم نیول شوی د هېواد اوبه چې له ډېرې مودې راهیسې ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، په ښه توګه مدیریت او د برېښنا د تولید بندونه پرې جوړ شي.

دغه وزارت دا هم وايي، د کونړ پر سیند د برېښنا د بند د جوړولو د لومړۍ سروې د بشپړولو تړون له یوې چینايي کمپنۍ سره هم شوی او وبه‌لیدل شي چې دغه چینايي کمپنۍ څه ډول طرحه وړاندې کوي.