شرف غني: د غلو ملاتړ له افغانستان سره جفا ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په امنیتي ارګانونو کې بې ګټې مدیرتي جوړښت او فساد د امنیت په برخه کې د ناکامۍ لوی لاملونه دي.

نوموړي دغه څرګندونې په دفاعي او امنتیي سکتور کې له فساد سره د مبارزې په ګډ کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ، ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ له فساد سره د ګډې مبارزې تړون لاسلیک کړ.

محمد اشرف غني وویل، افغان امنیتي ځواکونو د لیدنو پر مهال ورته ویلي چې د بریالیتوب لپاره د فساد او قانون ماتونې پر وړاندې د باغیانو او قاتلانو په څېر مبارزه پکار ده.

د هغه په ټکو د فساد د زغملو مستقیمه نتیجه دا ده چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې نظم او قانونیت ته زیان رسېدلی او دوښمن ترې ګټه اخلي، داسې نه وه چېجنرالانو مو فساد غوښته، (اصلا) له فساد سره د مبارزې کلتور له منځه تللی و او اوس

دغه کلتور بدلون کوي:

"څو کاله مخکې مو فکر نه کاوه چې امنيتي مسوولان به لویې څارنوالۍ ته کېني او له فساد سره د مبارزې په برخه کې به هوکړه لیک لاسلیک کړي."

په دغه غونډه کې د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، د لویې څارنوالۍ او امنیتي ارګانونو ترمنځ د قضیو یو ډېټابېس جوړوي چې په مرسته به یې د قضیو پټ پاتې کېدل له منځه لاړ او څارنه او ارزونه به یې کره او اسانه شي:

"موږ له فساد سره عدلي او قضايي مبارزه نه کوو، بلکې جرړې یې باسو."

افغان ولسمشر هرات ته پخپل وروستي سفر کې د فاطمې قادریان ګیله بیان کړه چې ده ته یې ویلي وو:

"زه له تاسو یوه ساده غوښتنه لرم او هغه زما د کورنۍ امنیت ساتنه ده خو ته په هغه کې پاتې راغلې."

افغان ولسمشر زیاته کړه، فاطمې رښتیا ویل، خو ما څنګه هغې ته ویلي وای چې په تېرو دوو نیمو کلونو کې مې څومره وخت د سرتېرو له ډوډۍ د غلا مخنیوي ته ور کړی دی.

د اګسټ میاشتې په لومړۍ نېټه د هرات په جوادیه جومات ځانمرګی برید وشو چې د پېښې د قربانیانو په ډله کې د فاطمې قادریان پلار هم و.

پوښتئ به چې دا غلا د چا کار دی؟ دا غلا د هغه چا کار دی چې په واسطو، فشار، زور، سهم یا فساد له لارې په دندو ګومارل شوي ديمحمد اشرف غني

فاطمه قادریان - هغه نجلۍ چې په وروستیو کې د افغان روباټ جوړوونکو نجونو په ډله کې په یوه لویه سیالۍ کې د ګډون لپاره امریکا ته تللې وه.

له دې ډلې په امریکا کې تود هرکلی وشو او د سپينو زرو په مډال ونازولې شوې.

ښاغلي غني زیاته کړه، موږ پرېکړه کړې چې د افغان ځواکونو خوراکونه باید د امریکايي هغو پر خوراکونه ښه وي، ځکه دوی سخت ماموریتونه لري، خو کله چې له ځواکونو سره مخامخېږم، وینم چې سپوره ډوډۍ نه ورسېږي:

" پوښتئ به چې دا غلا د چا کار دی؟ دا غلا د هغه چا کار دی چې په واسطو، فشار، زور، سهم یا فساد له لارې په دندو ګومارل شوي دي."

نوموړي دا خبره هم وکړه چې د تدارکاتو په کمېسیون کې یې د سلګونو میلیون ډالرو فساد مخه نیولي، نو ځکه د تدارکاتو پر کمېسیون نیوکې زیاتې شوې دي:

د فساد تورونه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل هغه تورونه چې له فساد سره پر مبارزه کوونکو لګېږي، باید د یوه راڼه میکانیزم له مخې وڅېړل شي.

نوموړې زیاته کړه، د نورو هېوادونو تجربو ته په کتو هغه کسان چې د فساد مخه نیسي، که له قانوني اړخه او امکاناتو تقویه نه شي، دوی خپله هدف ګرځي.

کله ناکله پر پاکو کسانو هم ډېر تورونه لګول کېږي، نو لازمه ده چې نه یوازې د ارزونې میکانیزم رامنځته شي، بلکې هغو کسانو ته هم سزا اړینه ده چې تورونه لګوي.

نوموړي دغه څرګندونې په دفاعي او امنتیي سکتور کې له فساد سره د مبارزې په ګډ کنفرانس کې د وینا پر مهال وکړې.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان د لویې څارنوالۍ، ملي امنیت، کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ترمنځ له فساد سره د ګډې مبارزې تړون لاسلیک کړ.

محمد اشرف غني وویل، افغان امنیتي ځواکونو د لیدنو پر مهال ورته ویلي چې د بریالیتوب لپاره د فساد او قانون ماتونې پر وړاندې د باغیانو او قاتلانو په څېر مبارزه پکار ده.

د هغه په ټکو د فساد د زغملو مستقیمه نتیجه دا ده چې په دفاعي او امنیتي ځواکونو کې نظم او قانونیت ته زیان رسېدلی او دوښمن ترې ګټه اخلي، داسې نه وه چېجنرالانو مو فساد غوښته، (اصلا) له فساد سره د مبارزې کلتور له منځه تللی و او اوس دغه کلتور بدلون کوي: