جرمني یونان ته د کډوالو ستنول پیلوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جرمني غواړي هغه پناه غوښتونکي بېرته یونان ته ولېږي چې لومړی ځل له دغه هېواده اروپا ته دننه شوي.

سره له دې چې په یونان کې د کډوالو د ثبتولو مرکزونو کې لا اوس هم ګڼ شمېر خلک شته چې د نوم لیکنې لپاره په کتارونو کې منتظر دي.

جرمني د کډوالو دغه ډول بېرته استول ۲۰۱۱ کال کې د دغه هېواد د محکمې له پرېکړې وروسته ودرول. خو د ایرلنډ ډوبلن کې د اروپايي ټولنې د هوکړې پر بنسټ لومړني اروپايي هېواد ته استولی شي.

د ډوبلن هوکړه وايي، د یوه کډوال د پناه غوښتنې بهیر باید په هغه اروپايي هېواد کې پرمخ ولاړ شي چې لومړی وردننه کېږي.

د یونان د کډوالو وزیر لوانیس موزالاس وايي، دوی ځکه منلې د ښه نیت د ښودلو په پار یو شمېر پناه غوښتونکي ومني چې د اروپايي ټولنې د یو شمېر هېوادونو له خوا فشار پرې راوستل شوی

.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې جرمنۍ رسنۍ ته ویلي چې د جولای میاشت په پای کې یې له یونانه غوښتي چې ۳۹۲ پناه غوښتونکي ومني.

د انځور حقوق

د یوه رپوټ پر بنسټ، یونان ته د کډوالو د ستنولو پرېکړه یوازې پر هغو کډوالو د پلي کېدو وړ ده چې جرمني ته د ۲۰۱۷ کال د مارچ له منځه رسېدلي دي.

له ۲۰۱۵ تر ۲۰۱۶ کاله جرمني تر ۸۰۰ زره ډېرو کډوالو او پناه غوښتونکو ته ځای ورکړ چې له جګړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان، عراق او سوریې ورغلي ول.

اوسمهال یونان چې اقتصاد یې هم په دې وروستیو کلونو کلکه ضربه لیدلې، پخپله دغه هېواد کې د شتوو او ور روانو کډوالو سره ستونزې لري.

په یونان کې د کډوالو لپاره کافي اسانتیاوې نشته او ډېری خلک له خورا ستونزمن وضعیت سره مخامخ دي. کډوالو څو ځلې مظاهرو او لاریون ته مخه کړې چې غږ یې واورېدل شي.