امریکایي چارواکي په پاکستان د فشار په مسلې موافق ندي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 رویټرز لیکې چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په ادارې کې په دی خبرې اتفاق نشته دی چې په پاکستان څومره فشار واچوي او څومره ژر یې پرې واچوي.

امریکایي چارواکو په پاکستان داسې تورونه لگولې دي چې د ترهگرو ملاتړ کوي او په پاکستان کې د ترهگرو د پناهځایونو په ضد یې جدي اقدامات ندي کړې.

د امریکا د ملي امنیت په شورا کې نیکولسن، مکماسټر او لیزا کرټس په دی ټینگار کوي چې د پاکستان په همکارۍ دې د ترهگرو په ضد پیاوړي اقدامات وشي او د پاکستان نه دې په افغانستان کې د ترهگرو په ضد د اقداماتو لپاره د اډې په توگه کار واخیستل شي

.

له بلې خوا د امریکا ځینې لوړپوړې چارواکې چې پکې جوسف ډینفورډ هم شامل دی وایي چې په پاکستان باندې فشار زیاتول به گټه ونکړې او پاکستان به په دی قانع نشي چې په خپل ملک کې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي.

پاکستان د ترهگرۍ په ضد په جگړې کې د امریکا متحد هیواد گڼل کیږې او پاکستان د ډیرو کلونو راهیسې وایي چې په خپله ځمکه هم د ترهگرو په خلاف پوځې عملیات کوې. پاکستان وایي چې په دغې جگړې کې یې ډیر ځاني او مالې تاوانونه گاللې دي. خو افغان او امریکایي چارواکو په پاکستان پرله پسې د ترهگرو د ملاتړ تورونه لگولي دي.

په پاکستان باندې د فشار زیاتولو په هکله د سیاسې چارو مبصر مایکل کگلمین د امریکا غږ ته وویل چې داسې گمان نه کوې چې امریکا به په پاکستان فشار بیخې ډیر زیات کړې ځکه چې امریکا اوس هم پاکستان ته ضرورت لري خو وایي چې ولسمشر ټرمپ د ټرورزم په هکله کلک او څرگند دریځ لري. کگلمین د رویټرز د مقالې په هکله وویل "زه فکر نه کوم چې په دې مقالې کې داسې کوم ټکې شته چې هغه د حیرانتیا وړ وي. د ټرمپ اداره غواړې چې په پاکستان باندې فشار زیات کړي. د ټرمپ حکومت ترهگري د بیخه ختمول غواړي او په دی لړ کې هیڅ ډول مصلحت نه پېژنې."

په امریکا کې د سیاسي چارو مبصر ډاکټر محمد تقي وایي چې که امریکا د مسلې حل غواړې نو په پاکستان فشار اچول ضروري دي. " ترڅو چې د پناهځایونو مسله حل نشې، ترڅو چې د طالبانو مشران په پاکستان کې موجود دي نو د دې مسلې حل نشې راوتلی. امریکا ته پکار ده چې د دی غم وکړې کنه دوې ته به هره ورځ په افغانستان کې ماتې ورکړل کیږي."

پاکستان وایي چې هغه تورونه چې دوې ترهگرو ته پناه ورکوې بیځایه دي.

افغانستان ته د نورو عسکرو د استولو مسله

دامریکا استخباراتې ادارو ویلي دي چې که چیرته افغانستان ته نور عسکر و نه لیږل شي نو وضع به لا نوره خرابه شې.

د امریکا زیاتره لوړپوړې چارواکې چې پکې مک ماسټر، ټیلرسن ، میټس او ډنفورډ شامل دي، د دې پلوې کوي چې افغانستان ته دې تازه دم عسکر ولیږل شي.

د رویټرز خبرې اژانس د یکشنبې په ورځ لیکلې چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ په برخه کې د هغه مشکل سره مخ دې، چې د امریکا پخوانی ولسمشر براک اوباما ورسره مخ و او زیاتوي چې کیداې شي چې ټرمپ افغانستان ته نور عسکر واستوي خو د دی امکانات هم موجود دي چې عسکر بیرته راوباسي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په هکله د پالیسۍ د جوړولو په برخه کې لوړپوړو پوځې جرنالانو ته غوسه شویدی او ویلي یې دي چې نه پوهیږې امریکایي عسکر د ١٦ کلونه وروسته هم په افغانستان کې څه کوي.