"کابل کې د سعودي مرستیال سفیر: د طالبانو سیاسي دفتر له سیاسي چوکاټه وتلی"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په کابل کې د سعودي عربستان مرستيال سفیر مشاري بن مزعل الحربي بي بي سي ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر د سياسي فضا له چوکاټه بهر دی او تر ډېره له بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو اړيکې تأمينوي:

"په حقیقت کې قطر د طالبانو تحریک د سیاسي دفتر کوربه دی، دا کوربه توب د فضا له سیاسي چوکاټه وتلی او قطر طالبانو ته له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکې او معاملو او د تمویل لار چمتو کوي، تمویل یې له قطر څخه راځي او په نړیواله کچه د ترهګرۍ پالونکي ایران له لارې تېرېږي، موږ باوري یو چې د خبرو او سیاسي چوکاټ د ننه د قطر دولت د طالبانو ډېری مالي ملاتړ کې ښکېل دی

."

سعودي عربستان په داسې حال کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مخالفت کوي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ګوته په شمېر هېوادونو له ډلې و چې د هغوی واکمني يې په رسميت پېژندلې وه.

ښاغلي الحربي د افغان سولې په تړاو وویل، سعودي پاچا او افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د سولې د هڅو ګډه همکاري موجوده ده:

"سعودي عربستان په ښکاره له افغان حکومت سره په ګډه د حکومت له وسله والو مخالفانو سره د سولې د بهیر ملاتړ کوي او د سولې ته د رسېدو په لور ګام په ګام له افغان دولت سره په ګډه کار کوي."

کله چې له نوموړي د طالبانو په تړاو د سعودي عربستان د رسمي دریځ په اړه وپوښتل شول، د نوموړي ځواب دا و چې حکومت یې طالبانو ته د حکومت ضد ترهګرې ډلې په سترګه ګوري:

"سعودي عربستان طالبانو ته اوسمهال د حکومت ضد یوې مخالفې او ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او همدا اوس د سعودي عربستان رسمي دریځ دی".

نوموړي وویل، د سعودي عربستان پاچا او د افغانستان ولسمشر ترمنځ د اړیکو د ښه والي ښه نیت دی.

سعودي عربستان اوافغانستان اوږده تاریخي اړیکي لري او افغانستان ته د یوه اسلامي هېواد په توګه اسیا کې یو ستراتیژیک موقعیت لرونکی هېواد په سترګه ګوري.

نوموړي څو ورځې وړاندې کابل کې د عراق پر سفارت برید یو ترهګریز برید وباله او د متحده عربي اماراتو پر سفیر او نورو دیپلوماتانو یې هم برید وغانده.

د ځینو شمېرو له مخې، د درو سوو او شپږو سوو زرو ترمنځ افغانان سعودي عربستان کې ژوند او کار کوي.

د سعودي مرستیال سفیر وايي، سعودي غواړي هلته د مېشتو افغانانو او کارګرو د برېښنايي پاسپورټونو ستونزې هوارې شي:

"دواړه هېوادونه د خپلو سفارتونو له لارې په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو د هر راز ستونزو د حل لپاره کار کوي، د پاسپورټونو د نوي کولو او برېښنايي پاسپورټونو عاملو په هڅه کې دي، همداشان له افغانستان نه سعودي عربستان د بازارموندنې په اړه هلې ځلې روانې دي، چې دا مهال دواړه هېوادونه د څېړنې په حال کې دي."