وطن ګوند د سیاسي فعالیت د پراخېدو اعلان وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


جبار قهرمان د وطن ګوند پر غړو غږ وکړ چې د افغان حکومت د سم سیاست ملاتړ وکړي.
د وطن ګوند مشران وايي، له ۲۵ کلونو وروسته یو ځل بیا خپل سیاسي فعالیت پراخوي.
په کابل کې نن د دغه ګوند زرګونه غړي راټول شوي وو او ګوندي مشرانو یې په سیاسي ډګر کې د ګډون د هوډ ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د ملي یووالي حکومت د "ښه" سیاست ملاتړ وکړي.
د وطن ګوند په ننۍ څلورمه مشورتي ناسته کې، د دغه ګوند د عامو غړو تر څنګ، یو شمېر مشهوري سیاسي څېرې هم راټولي شوې وې.


د وطن ګوند د بیا پیلېدو د کمېټې مشر او د ولسې جرګې غړي عبدالجبار قهرمان د نوموړي ګوند له پلویانو وغوښتل چې د سولې راوستلو په برخه کې د ملي یووالي حکومت سره اوږه پر اوږه کار وکړي.
"زه پر ملت په ځانګړي ډول د وطن ګوند پر غړو ږغ کوم چې په حکومت کې د معقولو سیاسیونو ملاتړ وکړي چې رښتیني سیاست کولو ته لاره هواره شي. په دې کار سره به تاسو په نظام کې د معقولو خلکو ملاتړ وکړئ او د بېکاره وګړو مخه به ډب کړئ".

د پخواني افغان ولسمشر ډاکټر نجیب په وخت کې وطن ګوند جوړ شو.
کله چې ډ‌اکتر نجیب الله په ۱۹۸۶ کال کې د افغانستان ولسمشر شو، د افغانستان خلق ډیموکراټیک ګوند نوم یې په وطن ګوند بدل کړ او مجاهدینو ته یې د ملي مصالحې وړاندېز وکړ.
د مجاهدینو په لاس د ډاکټر نجیب د حکومت په پرځېدلو پسې د دغه ګوند چارې هم وځنډول شوې.
دغه ګوند د دویم ځل لپاره په ۲۰۰۴ کال کې د افغانستان له عدلې وزارت د فعالیت جواز ترلاسه کړ.

په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټاکنو په رانژدې کیدو سره یو شمیر نور ایتلافونه او سیاسي ډلې هم رامنځ ته شوې دي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې د خلکو محور په نوم یوه نوي سیاسي ګوند د فعالیت پیلولو خبر ور کړی.