د امريکا او روسيې ولسمشرانو مخامخ خبرې وکړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د اول وار لپاره مخامخ وکتل.

د جرمني په هامبورګ ښار کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادلرونکو هېوادونو يا G-20 د سرمشريزې په څنډه کې دواړه مشران په داسې حال کې د اول وار لپاره سره مخامخ خبرې کوي، چې په وروستيو کې د دواړو هېوادونو اړيکې سړې شوي دي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين مخامخ په داسې حال کې ګوري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې کړکېچ زيات شوى دى.

ولسمشر ټرمپ ويلي، له پوتين سره د ګډ کار د لارې چارې د لټولو هڅه کوي.

خو په سوريه او اوکراين کې د روسيې د اقداماتو او د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنو د ادعاوو له کبله ولاړو شويو اختلافاتو دغه هدف ته رسېدل ګران کړي دي.

ښاغلي ټرمپ هڅه کړې چې له پوتين سره د ځينو مسايلو په برخه کې ګډ توافق ته ورسېږي، لکه د سوريې جګړه، د اوکراين ناحل شوې شخړه، انټرنټي حملې، د شمالي کوريا د باليستيک توغنديو ازموينې او د ټروريزم په وړاندې مبارزه.

د جرمني حکومت پر فېسبوک د G-20 سرمشريزې يوه ويډيو خپره کړه، چې د يوې غررسمي کتنې پر مهال د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته د اول وار لپاره لاس ورکوي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د سرمشريزې په څنډه کې د برېکس تړون د غړو هېوادونو له رهبرانو سره تر کتنې وروسته خبرې وکړې.

په دغه تړون کې برازيل، روسيه، هندوستان، چين او جنوبي افريقا برخه لري.

ښاغلي پوتين وويل:

”روسيې په وار- وار وړانديز کړى، چې د ټروريزم پرضد دې يوه واحده جبهه جوړه شي چې ملګري ملتونه په کې کليدي رول ولري. يو وار بيا د G-20 پر ټولو همکارانو ږغ کوو، چې د ټروريزم په وړاندې په مبارزه کې خپل ځواکونه سره متحد کړي، هغه سياسي، ټولنيز، اقتصادي او ايډيالوژيک شرايط شنډ کړي، چې د ټروريزم په ګټه تمامېږي او له پراختيا سره يې مرسته کوي“

د روسيې او امريکا د ولسمشرانو دغه کتنه په دې خاطر ډېره د پام وړ ګرځېدلې، چې سپينې ماڼۍ د تجارت او اقليمي بدلون پر اړوندو مسايلو د سلا کېدو په باب ځينې اشارې ورکړې دي.

د G-20 په سرمشريزه او د سرمشريزې په څنډه کې پر نورو مسايلو هم بحثونه شوي دي، د ساري په توګه د ټروريزم په وړاندې مبارزه، د پناه غوښتونکو کړکېچ، اقليمي بدلون، تجارتي او اقتصادي مسايل.

د اروپايي شورا رئيس ډونالډ ټوسک نن په هامبورګ کې د سرمشريزې په درشل کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:

”دلته په G-20 سرمشريزه کې پر ټولو رهبرانو ږغ کوو، چې د قاچاقوړونکو په وړاندې مبارزه کې جدي وي. موږ صرف پر اروپا د پناه غوښتونکو د فشار له کبله نه يو سره جرګه شوي، بلکې دا يو واقعي بشري بحران دى. د پناه غوښتونکو قاچاق په يو تنظيم شوي تجارت بدل شوى. تېر کال دغه تجارت يوازې په ليبيا کې ١ اعشاريه شپږ مليارده ډالره ګټلي دي“

خو د دې سرمشريزې پر مهال په هامبورګ کې پرون او نن مظاهرې هم شوې دي.

پرون شا و خوا ١٣ زره مظاهره چيانو په دغسې يوه مظاهره کې برخه واخيسته.

پوليسو اټکل کړى چې تر سبا به په دغه ښار کې د مظاهره چيانو شمېر يولکو ته ورسېږي.

جرمني د امن د ټينګښت لپاره شا و خوا ٢٠ زره پوليس ګمارلي دي.

د جرمني په هامبورګ ښار کې د G-20 سرمشريزه چې نن پيل شوې، سبا شنبه هم دوام کوي.