د افغان مېرمنې په جنسي ځورونې تورن پاکستانی افسر نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

رحمان الله 
ګڼ شمېر افغانان پاکستان ته د درملنې، سوداګرۍ او کورنۍ لیدو لپاره ځي.
د پاکستان د پلټنې د مرکزي ادارې، اېف ای اې په وینا هغه افسر چې د اسلام آباد په هوایي ډګر کې پر یوې افغان مېرمنې په لاس اچونې تورن دی، نیول شوی دی.
دغه پېښه وروسته له دې چې د ځایي رسنیو او ټولنیزو شبکو له خوا رپوټ شوه، د چارواکو تر غوږو ورسېده.
د دغه افسر دندن ځنډول شوې.
رپوټونه وایي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثارعلي خان امر کړی چې دغه افسر ته دې دوسیه واچول شي او د پېښې په اړه دې پلټنې وشي.

د پاکستان د پولیسو په وینا دغه افغانه مېرمن چې له افغانستانه له خپلې خور سره اسلام اباد ته تللې وه پولیسو ته ویلي، هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته د دې لپاره ونیول شوه چې د استوګنې د هوټل شمېره ورسره نه وه.
هغې ویلي چې د پنځو ساعتونو لپاره د تحقیق خونې کې ساتلې شوې وې او وروسته له هغه دغه پاکستاني چارواکي یې خور د ټاپې او وېزې په پلمه "له کوټې واېستله او بیا یې له جنسي پلوه وځوروله".

په اسلام آباد کې افغان سفارت دغه افسر ته د کلکې سزا غوښتنه کړې او دغه کړنه یې په سختو ټکو غندلې ده.
همدارنګه دغې افغان مېرمنې ویلي، کله چې د دغو کسانو له منګولو تښتېدلې او غږ یې پورته کړی او له نورو کارکوونکو یې مرسته غوښتې، هغوی د مرستې پر ځای پرې خندلي او ملنډې یې پرې وهلي.
په اسلام آباد کې افغان سفارت دغه افسر ته د کلکې سزا غوښتنه کړې او دغه کړنه یې په سختو ټکو غندلې ده.
مرستیال سفیر زردشت شمس بي بي سي ته وویل چې دا پېښه د قانون او مذهب خلاف ده او خپلمنځي اړیکي زیانمنولای شي.
د پاکستان پولیسو ویلي امنیتي کمرو کې ویډیوګانې د دغې مېرمن د خبرو پخلی کوي نو ځکه یې د دغه کس د نیولو امر کړی دی.