ارګ د "کابل پروسې" غونډې ته د پاکستان د لاسوهنو په اړه اسناد وړاندې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت وايي، د "کابل پروسې" غونډې ته به د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو او له وسله‌والو ډلو سره د دغه هېواد د همکارۍ په اړه اسناد او شواهد وړاندې کړي.

افغان حکومت وايي په یاده غونډه کې به نه‌یوازې د چهارشنبې ورځې د خونړۍ پېښې په تړاو چې امنیتي بنسټونه په‌کې پاکستان ښکېل ګڼي اسناد وړاندې کړي بلکې د دغه هېواد په وړاندې به ټول شواهد له نړیوالو سره شریک کړي.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب ازاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په افغانستان کې د وروستیو پېښو او د وسله‌والو ډلو څخه د پاکستان د ملاتړ په تړاو ټول اسناد او شواهد د "کابل پروسې" جوړېدونکې نړیوالې غونډې ته سپاري.
نوموړي زیاته کړه:

"که د شکایت لپاره هر ځای مهم وي موږ به د پاکستان پر ضد خپل شکایت هلته ورسوو حتی نړیوالو، ګاونډیو هېوادونو او پر اسلامي هېوادونو به هم غږ وکړو او قناعت به هم ورکړو، نو دا هغه شیان دي چې موږ به‌يې شپږم د جون د کابل د پروسې نړیواله غونډه کې هم راپورته کړو، تر څنګ به‌يې له ملي اجماع وروسته په دې اړه چې هر اقدام کېږي د افغان ملت په مشوره به کېږي."

ښاغلي ازاد وویل د "کابل پروسې" غونډه د افغان حکومت لپاره تر ټولو ښه ستېج دی تر څو ترې نړیوالو هېوادونو او سازمانونو ته له پاکستانه شکایت وشي.

د ده په خبره د کابل پروسې غونډه د روان کال د جون میاشتې په شپږمه د افغان حکومت په کوربه‌توب په کابل کې جوړېږي.

په دې غونډه کې چې د افغانستان د امنیتي ستونزو او نورو مسایلو په تړاو جوړېږي د سیمې او نړۍ ۲۴ هېوادونه او د ناټو د ملکي برخې تر څنګ په‌کې ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه هم برخه لري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنو، راکټي حملو او د فضايي حریم د نقض کولو په اړه شکایت کړی وو خو ملګرو ملتونو تر دې دمه د دغه شکایت په اړه اقدام نه‌دی کړی.

افغان حکومت داسې مهال نړیوالو ته له پاکستانه د شکایت وړاندې کولو خبره مطرح کوي چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یوه خونړي موټر بم چاودنې له امله د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۸۰ تنه ووژل شول او له څلور سوه ډېر ټپیان شول.


خو د افغانستان حکومت د رسنیو مرکز بیا د وژل شویو شمېره ۹۰ کسه ښودلې وه.

که څه هم وسله‌والو طالبانو په دې پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل، خو د افغانستان ملي امنیت د یوې اعلاميې په خپرولو سره وویل چې دغه حمله د حقاني شبکې له‌خوا د پاکستان د استخباراتي سازمان یا "ای اېس ای" په مستقیمه لارښوونه او همکارۍ پلان شوې وه.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون یو شمېر غړي حکومت ته سپارښتنه کوي چې له دې پېښې د کره شواهدو پر بنسټ د پاکستان پر وړاندې اعظمي ګټه پورته کړي.

د دغه کمېسیون غړې وږمې ساپۍ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"هغه استخباراتي راپورونه چې له حکومت سره موجود دي، هغه باید دوی مستند کړي او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته‌يې وسپاري تر څو پر هغې غور او بررسي وشي."

خو پوښتنه دا ده چې دا ډول اقدامات به د پاکستان پر ضد کومه نتیجه ورکړي او که نه د پخوا په څېر به بې‌نتیجې پاتې شي؟
د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي چې د پاکستان په وړاندې دا ډول اقدامات به پر دې هېواد فشار راوړي څو د افغان حکومت وسله‌وال مخالفین د سولې د پروسې لپاره چمتو کړي.

استاد ودیر صافی.
استاد ودیر صافی.
ښاغلی صافی وايي چې د کابل وروستی برید په ډېر واضح ډول د کوم هېواد له‌خوا رهبري شوی دی او په دې برخه کې د افغان حکومت کره ټینګار کولای شي چې د اسلام‌اباد په وړاندې د کابل دریځ پیاوړی کړي.