د راپورونو له مخې، د اپوزیسیون ځواکونه د حلب ښار برخو ته ننوتل، چې د سوریې دویم لوی ښار ګڼل کېږي. دا د حکومت پر ضد تر څو کالونو وروسته ترټولو لوی برید دی.
د سوریې د بشري حقونو څارونکي وویل چې وسلهوالو دوه هغه موټر چوولي چې له چاودېدونکو توکو یې ډک کړي وو او وروسته یې د کلیو په لور پرمختګ کړی. په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
د سوریې رسمي خبري اژانس راپور ورکړی چې پوځ اعلان کړی هغه سیمې یې بېرته نیولې دي چې د اپوزیسیون ځواکونو په ادلب او حلب کې نیولې وې.
د "هیئة تحریر الشام" او ورسره ټلوالو ډلو ویلي، دوی د چهارشنبې په ورځ له برید پیلولو وروسته په حلب او ادلب ولایتونو کې پر یو شمېر کلیو او ښارونو کنټرول ترلاسه کړی دی.
د جمعې په ورځ د یاغیانو اړوند چینل کې خپره شوې یوه بیانیه کې ویل شوي: "زموږ ځواکونو د حلب ښار ته ننوتل پیل کړي."لومړی، د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړ و چې سوریايي او روسي الوتکو د جمعې په ورځ په حلب کې ۲۳ هوایي بریدونه وکړل.
سرچینې وویل، ۲۵۵ کسان، چې زیاتره یې جنګیالي وو، په جګړه کې وژل شوي دي، چې دا د یاغیانو او د حکومت ملاتړو ځواکونو ترمنځ تر څو کلونو وروسته د سوریې ترټولو خونړۍ جګړه وه.
یادې سرچینې وویل، اپوزیسیون ځواکونو له چهارشنبې راهیسې له ۵۰ پر ډېرو ښارونو او کلیو خپل کنټرول ترلاسه کړی دی.
په ۲۰۱۱ کال کله چې د سرویې کورنۍ جګړه پیل شوې ده، په ۲۰۲۰ کال هغه مهال یوڅه کمه شوه چې ترکیې او روسیې - چې د سوریې اصلي ملګري دي - یو اوربند ترتیب کړ چې د ادلب ښار د بېتره نیولو د حکومت هڅه ودروي.
ادلب اوس مهال د اپوزیسیون وروستۍ پیاوړې ځای دی او هلته له څلورو میلیونو ډېر خلک اوسېږي چې ډېری یې د جګړې پرمهال بېځایه شوي او په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
د سوریې یاغیان یوه ستر برید کې حلب ښار ته د ننوتلو ادعا کوي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode