په سوريه کې د ولسمشر بشار الاسد مخالف وسله وال وايي د پلازمېنې کنټرول يې په لاس کې اخيستی او بشار الاسد له هېواده وتلی دی. وړاندې رويټرز خبري اژانس ويلي وو چې ښاغلی اسد په الوتکه کې يوه نامعلوم ځای ته تللی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپله تروټ سوشل خواله رسنۍ کې لیکلي چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد وروسته له هغه "له خپل هېواده تښتېدلی، چې د خپلې ټلوالې روسیې ملاتړ یې له لاسه ورکړ".
"اسد ولاړ. هغه له خپل هېواد ووت. د هغه ساتونکې روسیه، روسیه، روسیه چې ولادیمیر پوتین یې مشري کوي، نور د هغه له ساتلو سره علاقه نه لري".
ټرمپ په خپل پیغام کې دا هم ویلي سوریه کې د روسې د پاتې کېدو لپاره هېڅ دلیل نه دی پاتې چې په وینا یې "دوی د اوکرایین له امله له سوریې سره خپله علاقه له لاسه ورکړه- هغه ځای چې نژدې ۶۰۰،۰۰۰ روسي پوځیان پکې مړه یا ټپیان شوي، دا سیې یوه جګړه کې چې هېڅکله باید نه وای پیل شوې".
ټرمپ وايي بشار اسد د روسیې ملاتړ له لاسه ورکولو وروسته له خپله هېواده تښتېدلی
د متحده عربي اماراتو یوه جګپوړي چارواکي بشار اسد ته له پناه ورکولو ډډه کړې ده.
حکومت مخالفو وسله والو د سوریې ملي تلوېزیون له لارې د بشار اسد د حکومت ړنګېدل اعلان کړل
دمشق کې د ایران د سفارت پر ودانۍ د برید او ملکیت د تخریبولو انځورونه خپاره شوي
د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي د ازادو ټاکنو غوښتنه کړې ده
دمشق کې د عراق سفارت بېځایه شوی دی
بې ځایه شوي سوریایان د لبنان – سوریې پولې ته رسېدلي چې خپل هېواد ته ستانه شي
اسرائيلي پوځ له سوریې سره خوندي سیمه کې د خپلو ځواکونو ځای پر ځای کولو اعلان کړی
د هیئة تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي، راځئ معاصر تاریخ کې تر ټولو د ستر انقلاب د بریا انځور بشپړ کړو
کرښه
د سوریې د بشري حقونو د څار ډله هم وايي، یوه شخصي الوتکه چې د دمشق له هوايي ډګره پورته شوه، ښايي بشار الاسد پکې سپور و.
په ورته وخت کې د حکومت مخالف وسله وال ادعا کوي چې ، د سوریې پلازمېنې ته ننوتلي دي.
رویټرز خبري اژانس د بشارالاسد د حکومت د مخالفو دوو سرچینو په حواله ویلي چې دوی دمشق ته د پوځ او یا د حکومتي ځواکونو له کوم مقاومت پرته ننوتلي دي.
همدا ډول راپورونه وايي، د بشارالاسد مخالفو وسله والو په دمشق کې د راډیو او ټلویزیون ودانۍ کنټرول ترلاسه کړی دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، هېواد یې باید په سوریه کې د روان پرمختګ څرنګوالي کې هېڅ رول ونه لوبوي.
امریکا وايي "په سوریه کې غیر معمولي پرمختګونه له نژدې څاري"
د امريکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت پر اېکس ټولنیزې شبکې یوه پيغام کې لیکلي، "ولسمشر بایډن او د هغه ټیم په سوریه کې غیر معمولي پیښې له نژدې څاري او په سیمه کې له خپلو همکارانو سره په اړیکه کې دی."په همدې مهال د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې ټاکل شوې د جنورۍ پر ۲۰مه به دنده پیل کړي، د شنبې په ورځ د بشارالاسد د حکومت له نسکورېدو مخکې ويلي وو چې امریکا باید د سوریې په جګړه کې ښکېل نه شي.
مخالفو وسله والو دشمق نیولی; اسد له هېواده تښتېدلی
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode