د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت په اسلام اباد کې د پاکستان تحريک انصاف له احتجاج کوونکو سره د ادعا له مخې د امنیتي ځواکونو د تاوتريخوالي له کبله درې ورځنی وير اعلان کړی دی.
د پنجشنبې په ماخوستن د نومبر ۲۸ (ليندۍ اته) په پېښور کې د خيبر پښتونخوا ايالتي پارلمان بيړنۍ غونډه بللې وه چې مشر یې بابر سليم سواتي ادعا وکړه چې په اسلام اباد کې د تحريک انصاف د احتجاج پر مهال د دغه ګوند يوشمېر غړي وژل شوي، خو مرکزي حکومت د هغوی "جسدونه پټ کړي" او دولتي ادارې په "بېباکۍ سره دروغ" وايي.
پر دې مهال د قانون ايالتي وزير افتاب عالم وويل چې په خيبر پښتونخوا کې به د جمعې له ورځې درې ورځنی وير پيلېږي. هغه زياته کړه چې په اسلام اباد کې د تحريک انصاف پر غړو سخت تشدد وشو او مستقيمې ډزې ورباندې وشوې.
تر دې وړاندې، د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ خبريالانو ته ادعا وکړه چې په اسلام اباد کې د تاوتريخوالي په پېښو کې هېڅ احتجاج کوونکی نه دی وژل شوی. خو پر ټولنيزو شبکو په خپرو شويو ويډيوګانو کې ادعا شوې چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو په ځينو سيمو کې د تحريک انصاف د وژل شويو احتجاج کوونکو جنازې ادا کړل شوې او د هغوی مړي خاورو ته وسپارل شول.
بلخوا د بلوچستان ايالتي پارلمان پر پاکستان تحريک انصاف د بنديز په حق کې قرارداد تصويب کړی دی.
د پنجشنبې په ورځ په کوټه کې په شوې غونډه کې ايالتي وزير سليم احمد کوسه دا قرارداد پارلمان ته وړاندې کړ چې په اکثريت رايو سره ومنل شو. په قرارداد کې راغلي وو چې تحريک انصاف د پاکستان په تاريخ کې د يوې "سياسي انتشاري ډلې" بڼه خپله کړې ده.
د دې قرارداد وړاندې کولو په مهال د اپوزيسيون غړي د غونډې له تالار څخه د احتجاج په توګه ووتل. په عين حال کې د پارلمان ځينو غړيو د دې قرارداد مخالفت وکړ او زياته يې کړه چې که دا دود عام شو نو بيا به په راتلونکي کې دا ډول بنديزونه پر نورو ګوندونه هم لګول کېږي، چې ځينې يې اوس د مرکزي حکومت برخه دي.
دا وروسته تر هغه ده چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند زرګونو پلويانو د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره مظاهرې وکړې. دوی د یکشنبې په ورځ احتجاج پيل کړ او د سه شنبې په ورځ د بنديزونو او لارو بندېدو سربېره وتوانېدل اسلام اباد ته داخل شي.
وروسته د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اسلام اباد د امنيت لپاره پوځ وګماره. د نومبر ۲۶ (ليندۍ شپږ) په ماښام امنيتي ځواکونو د احتجاج کوونکو خلاف عمليات وکړل او هغوی يې پر شا وتمبول. پر دې مهال پوليسو پر احتجاج کونکو اوښکې بهېوونکی غاز هم وشینده.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو، خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپينډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې، چې په ځينو کې يې محکمو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان د هغه پرضد جوړې شوې ټولې قضيې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.
خیبرپښتونخوا په اسلام اباد کې د مظاهره کوونکو سره د 'تشدد' له کبله ویر کوي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode