په روسیه کې د هند سفارت کارکوونکی د پاکستان لپاره د جاسوسۍ په تور نیول شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هندي پولیسو په روسیې کې د هند سفارت یو کارکوونکی د پاکستان لپاره د جاسوسۍ په تور نیولی دی.

د یکشنبې پر ورځ د هند په اترپردېش ایالت کې د ترهګرۍ مخنیوي ځواک (اې ټي اېس) مسوولینو وویل، نیول شوی کس ستیندر سیوال نومېږي او د هاپوړ سیمې اوسېدونکی دی، چې په مسکو کې یې د هند سفارت کې دنده درلوده.

د دې چارواکو په وینا دوی ته داسې استخباراتي معلومات رسېدلي وو، چې د پاکستانۍ څارګرې ادارې ای اېس ای کسان هڅه کوي د هندي پوځ سري فعالیتونو په هکله د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د هند بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره اړیکي ومومي.

د انډین اېکسپریس نومې ورځپاڼې په رپوټ کې ویل شوي، ستیندر سیوال له یوې ښځینه مامورې سره په اړیکه کې و او پټ معلومات یې هم ورسره شریک کړي دي.

یوه پولیس افسر چې په دې موضوع کې د پوښتنو، ګروېږنو مسوولیت لري په دې هکله ویلي: ''ستیندر دې معلوماتو ته ځکه لاسرسی درلود، چې په سفارت کې یې دنده درلوده. پوځیان او سفارتونه معمولاً د پوځ ځای پر ځای کولو اوعملیاتو په هکله معلومات تبادله کوي او ده همدا معلومات له ای اېس ای سره شریک کړي دي.''

د جاسوسۍ تور؛ هند له پاکستاني ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه

ستیندر په یوه واده کې د ګډون لپاره هند ته تللی و او د شنبې پر ورځ له نیول کېدو وروسته د ۱۴ ورځو لپاره د پوښتنو ګروېږنو په موخه د محکمې توقیف ته استول شوی.

ځايي پولیس وايي، نوموړی له نیول کېدو مخکې پوښتنو ګروېږنو ته مناسب ځواب نه دی ویلي، او وروسته یې اعتراف کړی.

د هند بهرنیو چارو وزارت بیا ځايي رسنیو ته ویلي، چې د موضوع پلټنه کې له چارواکو سره په شریکه کار کوي.

تر اوسه معلومه نه ده، چې ستیندر یوازې د پیسو بدل کې معلومات شریک کړي او که د (شاتو جال) ښکار شوی، چې په استخباراتي کړیو کې د رازونو ترلاسه کولو په موخه د جنسي اړیکو لپاره دا اصطلاح ویل کېږي.

له دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په جولای کې هند حکومت د دې هېواد د دفاعي څېړنو او پرمختیا ادارې (ډي ار ډي او) یو لوړپوړی ساینسپوه پردیپ کورولکر له یوې ښځې سره د پټو رازونو شریکولو په تور نیولی و.

هغې ښځې خپل نوم زارا داس ګپتا یاداوه او ادعا کېږي چې پاکستانۍ جاسوسه وه. د هندي پولیسو په وینا ''پردیپ د بربنډو تصویرونو او د (جنسي ډوله) پیغامونو تبادلې لړ کې پاکستانۍ جاسوسې ته د حساسو دفاعي پروژو په هکله معلومات ورکړي وو.''

له دفاعي پلوه مسکو د هند لپاره خورا مهم هېواد بلل کېږي، ځکه په دودیز ډول روسیه د هند پوځ ته د تجهیزاتو او وسلې لویه برخه چمتو کوي. هند دغه راز روسیې ته د یوه مهم اتحادي هېواد په نظر ګوري او پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته د روسیې له لوري هند ته د انرژۍ وسائلو له ورکړې سره د دواړو هېوادونو اړیکي نور هم مهم شوي دي.