اڅکزی: په کونړ سیند د بند جوړول له "پاکستان سره د دښمنۍ" په مانا ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان په سرپرست حکومت کې د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یو اړخیزه توګه په کونړ سیند د بند جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د «دښمنۍ» په مانا وبولي.

اڅکزي په خپله اېکس پاڼه یوه اوږده لیکنه کې دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی.

د اڅکزي په ټکو کنړ سیند چې د "چترال سیند" په نامه هم یادېږي، پاکستانۍ اوبه پکې بهېږي، چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځي.

دغه پاکستانی چارسمبالی چارواکی وايي، په ۲۰۱۳ کال کې افغانستان او پاکستان پر کونړ سیند د ۱۵۰۰ میګاواټه اوبو برېښنا پروژې لومړنۍ همکارۍ پیل کړې چې په ترڅ کې یې د دواړو هیوادونو له خوا د کابل سیندیزې حوزې د مدیریت د کمیسیون په جوړولو کې هم پرمختګ وشو، څو د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو کمیسیون ته ورته یو جوړښت رامنځته کړي.


د نوموړي په وینا کونړ سیند چې ۱۷۷ کلومتره اوږدوالی لري، ډېره برخه یې په خیبر پښتونخوا کې بهیږي.

د یاد پاکستان چارواکي په وینا دې ټولو موضوعاتو ته په کتو "که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان له ګډون پرته کوم ګام اخلي بدې پایلې به ولري او ان ښایي د دواړو هیوادونو ترمنځ د کړکېچ زیاتوالي او فعالو نښتو لامل وګرځي."

نوموړي د طالبانو حکومت په شمال کې د قوش تپې کانال له امله هم په یو ډول پړ بللی چې ګواکي د امو سیند ډېرو اوبو په راګرځولو سره یې شمالي ګاونډیان ترکمنستان او اوزبکستان په غوسه او اندېښمن کړي دي.

پر کونړ سیند د بند جوړولو په اړه د طالبانو نظر

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمي توګه په دې سیند د بند جوړولو اعلان نه دی کړی.

خو څو ورځې وړاندې د طالبانو په حکومت کې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې "که لاس یې ډک شي او وخت یې راشي، دا کار به ضرور کوي."

ښاغلي منصور دا هم ویلي چې په دې برخه کې له کوم هېواد څخه د اجازې اخیستلو ضرورت نه ویني.

بل خوا د طالبانو حکومت مشر ویاند ذبیح الله مجاهد هم یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: "بند جوړول د پاکستان لپاره نه دي ولاړ، چې ووایو پاکستان به څه کوي، هغه زموږ خپل خاوره او خپلې اوبه دي چې خپله به یې کنټرولوو."

د ښاغلي مجاهد په وینا کله چې دوی د دې توان پیدا کړي، پرته له شکه چې په کونړ سیند به بند جوړوي.

ی
د پاکستان له خوا نوې موضوع دا مهال د خبرداري تر کچې را پورته کېږي چې له وړاندې په دواړو هېوادونو کې د چارسمبالو حکومت ترمنځ اړیکي خړ او پړ دي.

په افغانستان کې ډېره کله له پاکستان سره د اړیکو ترینګلتیا په ورځو شپو کې په عامه کچه او ان د ځینو چارواکو او حکومت پلوه کسانو له خوا دا غږ ډېره پورته کېږي چې حکومت باید په پاکستان د فشار راوړلو لپاره هلته وربهېدونکې د کونړ سیند اوبه مهار کړي، ځینې خو ان په دې برخه د مالي ملاتړ له یا له خپل جیبه د څو نغدو مرستې اعلانونه هم کوي.

د یادولو ده چې په کونړ سیند د بند جوړولو هڅې په تیرو حکومتونو کې هم شوې.

وروستۍ ځل د افغانستان تېر جمهوري حکومت کې پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خپل چینايي سیال شي جین پېنګ سره د شانګهای تړون سرمشریزې په ځنډه کې چې د قزاقستان پلازمېنه آستانه کېدله په دې اړه خبرې کړي وي.

په هغه لیدنه کې د چین او افغانستان د اورګاډي لیکې او د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه هم دوې تفاهمنامې لاسلیک شوې وې.

هغه مهال ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې د کابل ـ کونړ اوبو د برېښنا پروژې د سروې او طرحې کار به چینايي کمپنۍ اجرا او په شپږو میاشتو کې بشپړ کړي.