د غزې شمال کې درنه جګړه روانه ده؛ غزه کې له ۳۶ روغتونونو ۲۰ یې له کاره لوېدلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسرائيلی پوځ چې د غزې په شمال کې له درنې جګړو او چاودنو سره یو ځای مخ ته روان دی، وايي د دغې جګړې په جریان کې يې ۴۳۰۰ بریدونه کړي دي.

د غزې عمره روغتون الشفا ته ورڅېرمه چې د روغتیا نړیوال سازمان وايي له کاره لوېدلی، درنه جګړه روانه ده.

د حماس روغتیاي چارواکي وايي هلته په وژل شوو لږ تر لږه دېرشو ناروغانو کې ګڼ نوي زېږېدلي ماشومان هم شته. رپوټونه وايي چې شاوخوا دوه زره کسان هم هلته بند پاتې دي.

په غزه کې د ټولو روغتونونو ناوړه حالت په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي. ملګري ملتونه وايي هلته له ۳۶ روغتونونو ۲۰ له کاره لوېدلي. ترټولو لوی روغتون الشفا دی، چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبره اوس هېڅ فعالیت نه لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان یوه چارواکي کریسټین لېنډمير بي بي سي ته وویل دغه روغتون اوس له مړو ډک دی: "حالت ډېر خراب دی ځکه نه یوازې هلته ناروغانو ته درملنه نشي کېدی بلکه ګڼ داسې نوي زيږېدلي ماشومان شته چې باید له انکيوبېټرونو وایستل شي او نورو خونو ته ولېږدي."

نوموړي زیاتوي: "هلته له شپږ سوه ډېر ناروغان پراته دي. او خلک هلته د پناه اخیستو لپاره هم ورټول شوي."

دی وايي: "هلته حالت وېروونکی دی او په روغتون کې د مړو جسدونه پراته دي چې باید له هغه ځایه وایستل شي. هغه ځای نږدې په هدیره بدل شوی."

داسې رپوټونه هم شته چې وايي، د غزې دویم لوی روغتون القدس کې هم تېل نشته. پر غزه د جګړې له پیل راهیسې، اسرائیلو ځواکونونه پر غزې بشپړه کلابندي لګوي او له تېرو دوو اونیو راهیسې له تېرو پرته لږه اندازه بشري مرستې ور پرېږدي.

ډاکټرانو په الشفا روغتون کې د ناروغانو خراب وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې وایستل شي.

اسرائيل ادعا کوي چې په دې سیمه کې د حماس ځمک لاندې تونلونه دي خو ډاکټران دا ادعا ردوي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دې جګړه کې يې د هوايي بریدونو شمېر له ۴۳۰۰ اوښتی. دوی وايي تر اوسه يې ۳۰۰۰ هغه ځایونه هم نښه کړي چې د دوی په وینا د حماس جنګیالي پکې وو.

په دې جګړه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمېر له یوولس زرو اوښتی او د اسرائيل د پوځ هم ۴۴ عسکر وژل شوي دي.

مرستندویه ډلې وايي چې روانې جګړې د خلکو د ایستو لپاره ځانګړې شوې لارې هم خورا خطرناکې کړې.

د ترکیې د مرستو بېړۍ
له دې سره سره د ترکيې یوه بېړۍ چې په غزه کې د اتو ساحوي روغتونونو جوړولو لپاره په وسایلو بار ده له غزې سره د مصر پولې ته ور رسېدلې. ترکي روغتيايي چارواکو ویلي چې په دې بیړۍ کې جنراتورونه، امبولانسونه او نور طبي توکي بار دي.

دا ټول داسې مهال دي چې په لویدیځه غاړه کې هم هره ورځ هغه فلسطینیان خاورو ته سپارل کېږي چې د اسرائیلو په بریدونو کې وژل کېږي.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال جېرمي بوېن په دې اند دی چې د اشغال شوې فلسطیني خاورې دا غاړه د راتلونکي جګړې په ډګر بدلېدونکې ده. "لویدیځوال مشران وایې یوازینی ځواب د دوو دولتونو د حلارې بیا راژوندی کول دي. د اسرائیل تر څنګ خپلواکه فلسطین. دا ناکامه مفکوره اوس د شعار په توګه کارول کیږي."

بلخوا د اسرائیل پوځ ویلي،‌ له لبنانه هم پرې توغندي توغېدلي خو وايي مرګژوبله یې نه لرله. پر غزه د اسرائيل د جګړې له پیل راهیسې د اسرائيل او لبنان پر پوله په ورځني ډول نښتي کېږي چې تر ډېره پکې د ایران لخوا ملاتړ کېدونکی حزب الله وسله وال ګوند ښکېل دی.

له دې سره جوخت امریکا ویلي چې په سوریه او عراق کې يې پر خپلو پوځیانو د شوو بریدونو په غبرګون کې په سوریه کې پر دوو هغو اډو برید کړی چې د ایران له ملاتړه برخمن وسله وال پکې وو.