د فرانسې ولسمشر له اسرائیل غوښتي چې په غزه کې د ښځو او ماشومانو وژل بند کړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې وویل، اسرائیل باید په غزه کې د ماشومانو او ښځو وژنه بنده کړي.

په الیسي ماڼۍ کې له بي بي سي سره یو ځانګړې مرکه کې ښاغلي مکرون وویل، بمبارۍ ته هېڅ ډول توجیه نه شته او په وینا یې اوربند به اسرائیل ته ګټه وکړي.

ښاغلي مکرون وویل، په داسې حال کې چې موږ له ځانه د دفاع په تړاو د اسرائیل حق منو ''موږ ترې غواړو چې دا بمبارۍ بندې کړې. ''

ښاغلي مکرون د دې تر څنګ په ټینګار سره وویل، چې فرانسه ''په څرګند ډول د حماس ترهګریزې کړنې '' غندي. د یادونې ده، چې فرانسه د اسرائیل، امریکا، بریتانیا او نورو لوېدیځو هېوادونو په څېر حماس یوه ترهګره ډله بولي.

له نوموړي پوښتنه وشوه، چې ایا غواړي د بریتانیا او امریکا مشران هم د اوربند په هکله د ده غږ بدرګه کړي؟ په ځواب کې ښاغلي مکرون وویل ''هیله مې همدا ده. ''

اسرائیل وايي، له مخکې د خبرداري په خپرولو یا هم له خلکو داسې غوښتنې کولو سره چې له مېشت ځایونو ووځي، دوی له نړیوال قانون سره سم بریدونه کوي.

ښاغلي مکرون د پاریس سولې فورم کلنۍ غونډې له لومړۍ ورځې وروسته تازه مرکه کړې.د عکس سرچینه،EPA
د عکس تشریح،
ښاغلي مکرون د پاریس سولې فورم کلنۍ غونډې له لومړۍ ورځې وروسته تازه مرکه کړې.

په پاریس کې د غزې بشري مرستو په تړاو له یوې غونډې یوه ورځ وروسته خبرو کې ښاغلي مکرون وویل، په هغه غونډه کې د ټولو حکومتونو استازو او ادارو ''اخیستنه دا وه، چې له دې پرته بل هېڅ حل نه شته چې لومړی باید بشري وقفه رامنځته شي، بیا د اوربند پر لور پرمختګ وشي او دې سره به (موږ) د ټولو ملکي خلکو ژغورنې فرصت ومومو او دا له ترهګرو سره هېڅ تړاو نه لري. ''

نوموړي زیاته کړه: ''په واقعیت کې، نن، پر ملکي خلکو بمبارۍ کېږي- په واقعیت کې. پر دې ماشومانو، پر دې ښځو، پر دې سپین ږیزو او سپین سرو بمبارۍ کېږي او وژل کېږي، نو د دې لپاره هېڅ دلیل نه شته او هېڅ قانوني لامل نه لري، ځکه نو موږ له اسرائیل غواړو چې بندې یې کړي. ''

ښاغلی مکرون وايي، دا یې رول نه دی، چې قضاوت وکړي چې له نړیوال قانونه سرغړونه شوې ده.

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو بیا په چټکتیا سره د ښاغلي مکرون څرګندونو ته غبرګون څرګند کړ او په خبره یې هېوادونه دې د اسرائیل پر ځای حماس وغندي.

د نوموړي له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: ''هغه جنایتونه چې حماس یې نن په غزه کې (کوي) سبا به یې پاریس کې، په نیویارک کې یا د نړۍ کوم بل ځای کې وکړي.

'د اسرائیل په درد او غم کې شریک یو'
ښاغلي مکرون بیا په دې مفصله مرکه کې وویل، هېواد یې ''په څرګند ډول'' د حماس هغه بریدونه غندي چې د اکتوبر پر اوومه یې اسرائیل کې وکړل، نژدې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې د یرغمل په توګه له ځان سره غزې ته ولېږدول.

نوموړي په دې هکله وویل: ''موږ د اسرائیل په غم او درد کې شریک یو او موږ د دوی هغه هیله کې شریک یو چې ترهګري کابو کړي. موږ په فرانسه کې په دې پوهېږو چې ترهګري څه ده.''

خو په وینا یې په غزه کې روانه بمباري هېڅ توجیه نه لري.

نوموړي زیاته کړه: ''دا زموږ ټولو لپاره سخته مهمه ده او دا زموږ د اصولو له کبله مهمه ده، ځکه چې موږ جمهوريتونه یو او دا پخپله په لنډ او اوږده مهال کې خپله د اسرائیل امنیت لپاره مهمه ده، چې د هر چا ژوند باید مهم وبلل شي. ''