بلینکن محمد بن سلمان ته: په حماس دې فشار راوړل شي او د جګړې د زیاتېدو مخه دې ونیول شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۵ (تلې ۲۳) د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره د کتنې پر مهال پر حماس د فشار راوړلو غوښتنه وکړه. دا پداسې حال کې دي چې سعودي د تل ابیب سره د اړیکو د عادي کولو بهیر د حماس او اسرائیل د تازه جګړې په وځنډوه.

یو امریکایي چارواکي ویلي دي چې انتوني بلینکن نن د یکشنبې په سهار وختي د ریاض په سیمه کې د شاهي فارم په استوګنځي کې د ولیعهد محمد بن سلمان سره نږدې یو ساعت وکتل.

ښاغلي بلینکن خپل هوټل ته له ستنیدو وروسته د یوې پوښتنې په ځواب کې د ولیعهد محمد بن سلمان سره خپله کتنه "ډیره ګټوره" وبلله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر وویل، چې ښاغلي بلینکن "د حماس د تروریستي بریدونو د مخنیوي، د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د جګړې د پراخیدو د مخنیوي په اړه د متحده ایالاتو د پام وړ تمرکز په ګوته کړ."

میلر وویل، "دواړو [مشرانو] د ملکي وګړو د ساتنې او په منځني ختیځ او هاخوا کې د ثبات د پرمختګ لپاره په خپله ګډه ژمنه ټینګار وکړ."

د سعودي رسمي خبري اژانس (SPA) راپور ورکړی، شهزاده محمد "د وضعیت د ارامولو لپاره" د ریاض د دپلوماتیکو هڅو په لړ کې د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په ګډون د سیمې له مشرانو سره خبرې کړې دي.

د اژانس په وینا، محمد بن سلمان پر ملکي وګړو د بریدونو غندنه او "هغه حیاتي ګټې چې د دوی ورځني ژوند اغیزمن کوي" بیا تکرار کړل او په عین حال کې یې د فلسطینیانو په دې اړتیا ټینګار وکړ چې "خپل مشروع حقونه ترلاسه کړي او عادلانه او تلپاتې سولې ته ورسیږي."

بلینکن وروسته له هغې سیمې ته سفر وکړ چې د اکتوبر په اوومه د حماس جنګیالیو د غزې له تړانګې څخه اسرائیل ته ننوتل او شاوخوا ۱۳۰۰ کسان یې ووژل چې اکثر یې ملکي وګړي وو او شاوخوا ۱۵۰ تنه یې یرغمل کړل.

ددغه برید په غبرګون کې اسرائیل په غزه کې غچ اخیستونکی کمپاین پیل کړ چې تر اوسه په کې له ۲۳۰۰ څخه ډیر خلک وژل شوي دي.

د امریکا د ولسمشر جوبایډن ادارې په وروستیو میاشتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ اړیکې ښه شي.

یوې سرچینې د فرانس پرس اژانس ته ویلي، سعودي عربستان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو خبرې وروسته له هغې وځنډولې، چې اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې له یوې اوونۍ راهیسې بریدونه پیل کړل او د سیمې اوسېدونکو ته یې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

د سعودي عربستان ولیعهد او د شاهي دولت اصلي واکمن محمد بن سلمان له اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو په خاطر شرطونه ایښي دي چې له واشنګټن څخه امنیتي ضمانت او د ملکي اټومي پروګرام پراختیا د ریاض له شرایطو څخه دي.

محمد بن سلمان تېره میاشت د امریکا د فاکس نیوز تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې، "موږ هره ورځ یوې هوکړې ته نږدې کېږو"، خو په عین حال کې یې ټینګار وکړ چې د فلسطین مسله د ریاض لپاره ډېره مهمه موضوع ده.