د ټرانس همالیا غونډه؛ طالبانو افغانستان کې د چین د برېښنا تجربو شریکول غوښتي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، حکومت یې د چین په توافق او همکارۍ پر واخان کوریډور کار کولو ته لېوال دی.

دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو چارسمبالي ملا امیر خان متقي د چین ټرانس همالیا فورم ناسته کې کړې دي.

امیر خان متقي روسیه کې د مسکو فارمټ ناسته کې له ګډون کولو وروسته دا اونۍ په چین کې د ټرانس همالیا فورم ناسته کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء تکل پر اېکس‌ (ټوېټر) لیکلي، ښاغلی متقي د یوه پلاوي په مشرۍ د چین د حکومت په بلنه د دغه هېواد شي‌ژانګ ولایت ټرانس همالیا فورم دریمه ناسته کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته تللی او د چین د بهرنیو چارو له وزیر او نورو هېوادونو له استازو سره به دوه اړخیزې ناستې او خبرې هم ولري.

د طالبانو دغه چارواکي ویلي، "د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې پر خاصې سیمې پورې محدودې نه پاتېږي ددې بدلون له ناوړه پایلو ډېری فقیر او وروسته پاتې هېوادونه متأثره دي. په دې اساس اړتیا ده چې په مشترک ډول د اقلیم د بدلون په تړاو مبارزه وکړو. افغانستان له خپلو منابعو څخه په ګټه اخیستلو دې مبارزې ته په بشپړ ډول ژمن دی".

ښاغلي متقي د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزو ته په اشاره ویلي چې په افغانستان کې د وچکالۍ له کبله "ډېر حیوانات له منځه تللي او انساني ژوند یې سخت متأثره کړی او تر ۲۱ میلیونه خلک چې نیم نفوس تشکیلوي، د څښاک صحي اوبو له کمښت سره مخامخ دي او د اوږدو کلونو بې‌ثباتۍ او مسؤول حکومت د نه شتون له امله زموږ د ځنګلونو فیصدي له ۳ څخه ۱.۵ ته راکمه شوي ده."

ده همدا راز وویل چې د نړیوال سیاست اوسنۍ تګلوری د سیمه‌ییز توب پر لور روان دی او د ټرانس همالیا سیمه پکې لویه وړتیا لري او ددغه شان بحثونو لپاره دا فورم اغېزناکه وسیله ده.

امیر خان متقي د چین سیچوان ولایت په چنګدو ښار کې د برېښنا رسونې لوی شرکت ته ورغلی او له مسؤلانو سره یې د افغانستان او چین د برېښنا د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

ددې لیدنې په اړه حافظ ضیاء احمد تکل وايي،‌ "په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د برېښنا برخه کې د همکاریو د پراختیا په تړاو خبرې وکړې. ده ددغه شرکت مسؤلان وهڅول چې د برېښنا برخه کې خپلې تجرې له افغانستان سره شریکې کړي او ټینګار یې وکړ چې افغانستان د اوبو، باد، لمریزې او ډبرو سکرو انرژۍ برخه کې هم ډېر ظرفیت لري ‌او د چین په شمول بهرنیو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې لپاره مناسب چاپېریال برابرولی شي".

د طالب پلاوي دغه مشر او د دوی د بهرنۍ تګلارې وړاندې کوونکي په افغانستان کې اوس راغلی امنیت د خپل حکومت یوه لاسته راوړنه وبلله چې په وینا یې همدا اوس ښه وخت دی چې افغانستان د جګړو د میدان پر ځای د سیمې د اقتصادي نښلون په مرکز بدل شي.

ښاغلي متقي د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازیو یو شیانګ او اصف دراني سره ګډه ناسته هم کړې چې د افغانستان، پاکستان او چین پر اړیکو، ګډو ګټو او ګواښونو خبرې پکې شوې دي.

افغانستان د چین له 'اقتصادي کمربند' سره یوځای کېږي،
د چین نوی سفیر د طالبانو رئیس الوزرا ته خپل باور لیک سپاري

واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو وروسته د افغانستان ګاونډي چین د طالبانو له حکومت سره نژدې اړیکي پالل پیل کړي دي.

په دې لړ کې تازه د طالبانو حکومت د کانونو او پیټرولیم چارسمبالي وزیر شیخ شهاب الدین دلاور کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره خبرو کې د مس‌عینک کان او امو سیند پروژو پر چارو او پرمختګ خبرې کړې او پر لا چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

وړاندې، چین په لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان پر شریکولو ټینګار کړی و او ژمنه یې کړې کړې وه چې د طالبانو له حکومت سره به ګډ کار کوي چې چینايي او افغان سوداګرو ته د سوداګرۍ پراخولو زمینه برابره کړي.

د تېرې سپتمبر میاشتې نیمايي کې چین په کابل کې خپل نوی سفیر وګوماره. د طالبانو له ارګ نه په خپرو شویو تصویرونو کې لېدل کېږي چې د چین نوی سفیر ژاوشینګ خپل باور لیک د طالبانو رئیس الوزراء ته سپاري.

وروسته له ډېرې مودې، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د رسمي‌ کار انځورونه خپرېږي. نوموړی کابل ته له ستنېدو مخکې څو میاشتې ناروغ و او کندهار ته د "استراحت" لپاره تللی و.

د افغانستان لپاره د چین دغه نوي سفیر ته د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې رسمي مراسم هم نيول شوې وو.