اصف درانی: افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ او پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني‌ ویلي دي په داسې حال کې چې طالبانو په افغانستان کې سوله او امنیت ټېنګ کړي، له دغه ګاونډي هېواد څخه ترهګریزو بریدونو د پاکستان ثبات تهدید کړی دی.

دراني د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه (تله۱۳) په اسلام اباد کې په یو نړیوال سیمینار کې وویل چې «بدبختانه زموږ د سولې برخه لا هم ورکه» ده.

هغه وویل چې د پاکستان حکومت د پاکستاني‌ طالبانو د فراري او تندلارو مشرانو له لوري د ترهګریزو بریدونو د ختمولو په اړه له افغان طالبانو سره خبرې کړې دي. ده یو ځل بیا ادعا وکړه چې د طالبانو بریدونه په سرحدي سیمو کې زیات شوي‌ او هغوی په افغانستان کې پناه اخیستې ده.

هغه وویل چې په اوسني وضعیت کې د افغانستان اوسنی حکومت پړ نشي ګڼلای. نوموړي زیاته کړه: «پاکستان هیله لري طالبانو چې څنګه په خپلې خاورې کې سوله ټېنګه کړې، باید زموږ په سرحدي سیمو کې د سولې په راوستلو کې هم برخه واخلي او د پاکستان د تحریک طالبان سړي، چې په افغانستان کې پناه اخیستې، یا دې پاکستان ته ستانه کړل شي او یا دې له منځه یوړل شي.»

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بهرنیو وسله والو ډلو د حضور خبره رد کړه او وویل چې دلته هېڅ داسې مسلح بهرنی وګړی نشته چې نورو ته ګواښ پېښ کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي وو چې هیڅوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه اچوي.

یعقوب مجاهد د سه شنبې په ورځ اګست ۱۵ (زمري ۲۴) یوې غونډې ته وویل چې ځینې هېوادونه ددې لپاره چې د امنیتي پېښو په اړه د خپلو خلکو فکرونه بلې خوا ته واړوي افغانستان تورنوي.

مجاهد وویل: «مونږ د هیچا سره دښمني نه غواړو د هیچا امنیت خرابولو ته تږي نه یو، خو دوی باید خپل مسولیت وپیژني او نور افغانان او د افغانستان مظلوم ملت او دا د افغانستان د ملت نماینده حکومت [طالبانو حکومت] تورن نکړي د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره باید بې ځایه ادعاوې ونکړي.»

تېره میاشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هغه راپورونه تائید کړل چې وايي افغان طالبانو ۲۰۰ مسلح پاکستاني طالبان نیولي دي.

هغه وویل چې افغان طالبانو په دې اړه یو پاکستاني پلاوي ته معلومات ورکړي دي. سره له دې چې په دې وروستیو کې د نا امنیو او په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د کابل او اسلام اباد روابط ښه نه برېښي، خو اصف دراني وویل چې دا په دې مانا نه دي چې دا دواړه هېوادونه دښمنان دي.