یعقوب مجاهد: د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د پاکستان د حکومت له خوا له دغه هیواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو پریکړه ظالمانه او ناعادلانه بللې او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

ملا محمدیعقوب مجاهد د پنجشنبې په ورځ اکتوبر پنځمه ( تلې ۱۳مه) کابل کې د طالبانو د حکومت د پولیسواکادمۍ د څوارلسم پړاو فارغانو یوې غونډې ته په وینا کې د پاکستان د خلکو او په ځانګړي ډول له دیني عالمانو او سیاسي ډلو مشرانو څخه وغوښتل، چې د پاکستان د حکومت ددې پریکړې په وړاندې دې ودریږي.

ښاغلي مجاهد وویل:" دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي او دا کوښښ مونږ او تاسو په ګډه کوو، چې مونږ د هیوادونو سره خپلې اړیکې برحاله کړوپه داسې شکل باندې دا کار په داسې وحشت او بربریت باندې شروع کوي... د ټولو نړیوالو بنسټونو څخه د هغو هیوادونو څخه چې د بشر د حقونو مدافعین ځانونه بولي ملګري ملتونه او نور سازمانونه باید میدان ته راووځي اود پاکستان ددې عمل په وړاندې ودریږي".

د پاکستان حکومت د سه شنبې په ورځ (اکتوبر درېیمه) ټولو افغانانو ته چې پدې هیواد کې په غیر قانوني توګه ژوند کوي، د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې تر لومړۍ نیټې مهلت ورکړی چې بیرته افغانستان ته ستانه شي. حکومت همدارنګه ویلي چې د دې نیټې پای ته رسیدو څخه وروسته به دا کسان په ډله ایزه توګه وشړل شي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت سرپرست همداشان په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو وغوښتل، چې وطن ته ستانه شي.

هغه په دغه هیواد کې میشتو افغان پانګولو ته په افغانستان کې د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړ او ورڅخه یې وغوښتل، چې وطن دې راشي او د پاکستان څخه دې خپله پانګه افغانستان ته انتقال کړي.

د پاکستان د حکومت له خوا د دغه هیواد څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو د ایستلو پریکړې ته د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپرست ددغه توند غبرګون دمخه د طالبانو د حکومت ویاند هم د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه ( تلې ۱۲مه) د پاکستان له حکومت څخه په خپله پریکړه د بیا کتنې غوښتنه کړې وه.

ښاغلي مجاهد هم ویلي و، چې د پاکستان د حکومت دا پریکړه ورته د منلو نه ده. د پاکستان حکومت دغه پریکړه د ملګروملتونو په ګډون د نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټیفن دوجاریک د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر څلورمه (تلې۱۲مه) په نیویارک کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې د یوه خبري ناستې پر مهال وویل:"دا یو د اندیښنې وړ پرمختګ دی، خو زه ډاډه یم چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو په عالي کمېشنرۍ کې زموږ همکاران له دې وضعیت څخه خبر دي. د یو اصل په توګه، هیڅ کډوال باید په زور او جبر سره خپل هیواد ته وا نه استول شي. "

همداشان د بخښنې نړیوال سازمان او د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون هم په جلا جلا اعلامیو کې د پاکستان له حکومت څخه په خپله پریکړه د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ اکتوبر څلورمه (تلې ۱۲مه) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه

ددغه هیواد د حکومت له خوا د یوې میاشتې څخه په کمه موده کې د تروریستي او جنايي ډلوسره د اړیکو لرلو له امله د یو میلیون بهرنیو کډوالو د ایستلو پریکړه ددغه حکومت د رحم او شفقت د نشتون او د ملي امنیت په برخه کې د لنډ او تنګ نظر انعکاس ښودلی دی.

دغه کمیسیون ویلي، چې یو میلیون څخه د زیاتو کسانو چې پاکستان حکومت یې له خپل هیواد څخه د ایستلو پریکړه کړې د هغوی غوڅ اکثریت زیانمنوونکي افغان کډوال او بې هیواده کسان دي، چې په پاکستان کې د څو نسلونو راپه دې خوا ژوند کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون ویلي:" دا پریکړه ددې له امله د منلو نه ده، چې هغوی د څو تنو ناسمو کړنو لپاره مسوول وګڼل شي. داد هغوی اخلاقي حق دی، چې په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي او په باعزت ډول اود خواخوږۍ له مخې ورسره چلند وشي. همداشان دا پریکړه د بشري نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده او په باید په عاجل ډول ورته بیا کتنه وشي".

په ۲۰۲۱ کال په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته ډېر افغانان د بندي کېدو او شکنجه کېدو له وېرې د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي خو د راجستر کېدو د ورو بهیر او د دریم ګړو هېوادونو لخوا په چټکۍ سره د دوی د اسنادو د نه بشپړېدو له امله دا مهال په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو کړاونو ډک ژوند تېروي.

اکثره یې د پاکستان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي خو هلته د دوی په کارونو کې د اوږده ځنډ له امله اوس د هغوی د ویزو وخت پای ته رسېدلی دی.‌

یو ان اچ سي ار وايي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې له افغانستان څخه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله کډه شوي دي خو یواځې ۱.۴ میلیونه یې په رسمي توګه راجستر شوي دي. د پاکستان د حکومتي چارواکو د وینا له مخې د ۲۰۲۱ د اکست د میاشتې وروسته له ۶۰۰ زرو څخه زیات افغان کډوال پاکستان ته تللي دي.