اسرائیلۍ ورځپاڼه: احمد مسعود د طالبانو پر ضد جګړه کې له اسرائیلو د مرستې غوښتنه کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي مسعود پدغه مرکه کې ویلي، نه غواړي د افغانستان ولسمشر شي خو په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک حکو مت له جوړولو پلوي کوي

یروشلم پوست نومې ورځپاڼې د معتبرو اسرائیلي او انګلیسي ژبو ورځپانو له قوله په خپل رپورټ کې لیکلي، احمد مسعود چې ځان د افغانستان ملي مقاومت د جبهې مشر ګني ویلي دي، 'موږ د اسرایلو په شمول د هر لورې مرستو ته، که غواړي چې راسره ویې کړي اړتیا لرو .'

ښاغلي مسعود ویلي، فکر کوم موږ ټول د تیارې، تروریزم او ناپوهۍ پر وړاندې د بشریت د پر مختګ په خاطر یو بل ته باید سره لاسونه ورکړو.

یادې ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي مسعود د ماریف په نوم یوې ورځپاڼې سره چې په عبراني ژبه خپریږی یوې، ځانګړې مرکه کې ویلي دي، دی د سولې نوښت برخه کې اسرائیلي لوري سره کار کولو ته لیوالتیا لري.

دغې ورځپانې د ښاغلي مسعود له خولې لیکلي، د اسرائیلو ملاتړ او مرسته ورته د منلو ده. یروشلم پوست او د ماریف ورځپاڼه تر یوه چتر لاندې کار کوي.

همد راز د یروشلم پوست په رپورټ کې راغلي، ښاغلي مسعود چې د بریتانیا د سند هرسټ په پوځي اکاديمۍ کې یې زدکړې کړې، په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو وروسته یې د ملي مقاومت په نوم جبهه جوړه کړې.

د مقاومت جبهه یوه له څو جبهو نه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه کوي

ښاغلي مسعود په دغه مرکه کې ویلي، نه غواړي د افغانستان ولسمشر شي، خو په افغانستان کې د یوه دیموکراتیک حکو مت جوړویدو پلوي کوي.

ده ویلي، باید د جګړې لمن ټوله شي او ټول په افغانستان کې په سوله کې سره ژوند وکړي . نوموړی وايي، جګړه په هر ځای کې، که هغه په افریقا کې وی یا هم په یمن او افغانستان کې، موږ ته زیان رسوي. دی زیاتوي اړینه ده، چې د جګړې د ختمولو لپاره د خبرو لاره خپله شي.

خو اوس د 'مقاومت جبهې' پر خپلې ایکس پاڼې ویلي دي، چې احمد مسعود هیڅ کومې اسرائیلۍ ورځپانې سره ځانګړې مرکه نه ده کړې او نه یې له اسرائیلو د څه غوښتنه کړې. د مقاومت جبهه وایي، چې په دې برخه کې شایعات مغرضانه او بې بنسټه دي.

د مقاومت جبهه یوه له څو جبهو نه ده، چې په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې جګړه کوي. همدا راز دغې جبهې ویلي، چې د غړ وشمېر یې په تېرو دوو کلونو کې له دوو زرو، دوولس زرو کسانو ته زیات شوی دی.