طالبانو ته د ملګرو ملتونو سرمنشي پیغام؛ نجونو ته اجازه ورکړئ چې ښوونځیو ته ولاړې شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل کېدو دوه کلونه پوره شول، خو طالبان لا هم نه دي توانېدلي په دې هکله یو څرګند دلیل ووايي او یا هاغسې چې یې ژمنه کړې، د پرانیستلو لپاره یې یوه تګلاره چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش نن دوشنبه په خپله اېکس(پخوانۍ ټوېټر پاڼه) لیکلي: "د دوشنبې په ورځ دوه کاله کېږي چې په افغانستان کې ښوونځیو ته د نجونو د ورتګ مخه نیول شوې ده. دا له بشري حقونو نه توجیه کېدونکی سرغړونه ده، چې ټول هېواد ته اوږدمهاله زیان رسوي. نجونې د ښوونځي دي، اجازه ورکړئ چې بېرته ښوونځيو ته لاړې شي."

په دې مودې کې په افغانستان کې په کور دننه دیني عالمانو، سیاسي مشرانو او بهرنیو خیریه ټولنو او سازمانونو له طالبانو د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو تر اوسه نه یوازې د طالبانو د مشرتابه په دریځ کې بدلون نه لېدل کېږي، بلکې د طالبانو حکومت د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

تېرو دوو کلونو کې په کور دننه او له بهره په وار وار د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو غوښتنې شوې.


شاوخوا یوه میاشت وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان یو پلاوی هم کابل ته د دې لپاره استولی و چې له طالبانو سره پر دې موضوع تفاهم وکړي چې د نجونو زدکړې له اسلام سره ټکر نه لري.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له هغه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي و: ''د نجونو زدکړې زموږ د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دا موضوع حل شي ''.

دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکي و، دواړو غاړو د نورو موضوعاتو تر څنګ د نجونو زده کړو او د ښځو د کار پر اړوندو ځینو مهمو مسلو خبرې کړې دي.

د رپوټونو له مخې یو شمېر طالب مشران په بشپړ ډول د نجونو زدکړو پر بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د ژر پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.

که څه هم داسې رپوټونه شته چې د دې موضوع په هکله د طالبانو په مشرتابه کې دوه نظرونه دي، خو طالبان وايي، وروستۍ پرېکړه به یې مشر هبت الله اخوندزاده کوي.

طالبان تل ادعا کوي، چې د دې چارې لپاره باید ''له اسلامي شریعت سره سم او مناسب شرایط رامنځته شي.''

په ځینو رپوټونو کې ویل شوي، چې طالبان د یوه داسې درسي نظام پر چمتو کولو کار کوي، چې زیات تمرکز په کې پر دیني زدکړو شوی دی.