انوارالحق کاکړ: د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندلو باندې غور نه کوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د دغه هیواد د پوځ له خوا په افغانستان کې د خپلو مخالفو وسله والو په وړاندې د عملیاتو په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر اقدام ته چې اړتیا وي ترسره به یې کړي.

انوارالحق کاکړ د شنبې د ورځې ناوخته سټمبر۱۶ ( وږي ۲۵) د امریکا غږ اردو څانګې سره په یوه ځانګړې تلویزیوني مرکه کې د نورو مسایلو سربیره د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مسله هم خبرې کړي دي.

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم ددې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د اړتیا پر مهال به پاکستان افغانستان کې دننه پوځي اقدام ترسره کړي وویل، چې دا د پاکستان حق دی، چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره هر اقدام ته چې اړتیا وي ترسره یې کړي.

ښاغلي کاکړ وویل: "پاکستان له خپل ځان څخه د دفاع حق لري. مونږ هر هغه اقدام، چې د هیواد د ساتنې لپاره ورته اړتیا وي ترسره به یې کړو. زه په دې اړه جزئیاتو باندې نه غږیږم، چې دا به څه ډول عملیات وي، خو کله یې، چې وخت راورسیږي پریکړه کوو، چې څه کار وکړو او څه باید ترسره شي او څه ترسره کولی شو".

د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم انوارلحق کاکړ د چین د حکومت له خوا طالبانو ته د نوي سفیر د استولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا د يو خپلواک هيواد په حیث د بيجنګ خپله پریکړه ده او د يو ازاد هیواد پر پریکړه پوښتنه راولاړول په دپلوماتیکي کچه مناسب نه دي.

ښاغلي کاکړ وویل: "په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو په مسله غور نه کوو، خو په کابل کې واکمني د طالبانو سره ده، ځکه د دولت په کچه خبرې به هم د طالبانو سره کیږي".

ښاغلي کاکړ د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو د پالیسۍ په باب وویل، چې د سیمې هیوادونه تر ډیره د افغانستان په اړه یو شان نظر لري: "دغه د نظریوالی په مختلفو برخو کې دی او د افغانستان په باب د سيمې د هيوادونو ګډه تګلاره اوس هم موجوده ده".

د پاکستان د لنډ مهالې حکومت صدراعظم په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په اړه د خپلو څرګندونو وضاحت هم ورکړ او ویې وویل، چې دا ډول انګیرنې: " ګوندې امریکا د يوې توطیې له مخې په افغانستان کې وسلې پریښي او له سیمې څخه وتلې سمه انګیرنه نه ده او په دې اړه دده د څرګندونو مقصد هم دا نه وو".

ښاغلي کاکړ وویل: "د څرګندونو مقصد یې دا په ګوته کول وو، چې سپکې امریکايي وسلې نه يواځې په تور بازار کې په منځني ختيځ او منځنۍ اسیا کې خرڅيږي، بلکې د پاکستان لپاره هم دا مسله په یو ګواښ بدله شوې ده".

د پاکستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم وویل، تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" او نورې ترهګرې ډلې د ترهګرۍ لپاره دغه وسلې کاروي او دا د پاکستان لپاره یو ستراتیژیک ګواښ دی.

دمخه د پاکستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم د روانې میاشتې په سر کې پاکستاني خبريالانو سره په خبرو کې په افغانستان کې د امریکا او ناتو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په شتون او د تحریک طالبان پاکستان "ټي ټي پي" ډلې لاسونو ته ددغو وسلو په رسیدلو اندیښنه ښودلې وه.

ښاغلي کاکړ ویلي و: "د بده مرغه د افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونه د یو مسوولانه وتلو پر ځای دا ځواکونه په بیړه ووتل او په غټه کچه وسله ترې پاتې شوې، چې ټوله سیمه په بیړه د نړيوالو ځواکونو د وتلو د اغیز سره مخ شوی ده".

انوار الحق کاکړ وویل،چې دا سمه نه ده چې ګوندې د طالبانو حکومت د پاکستان خبره نه اوري او نه اسلام اباد د کابل څخه کومې ځانګړې غوښتنې لري".

انوارالحق کاکړ د امریکا د متحده ایالاتو او د طالبانو ترمنځ د دوحې تړون یادونه هم کړې او ویلي دي، چې پاکستان د افغانستان سره په سرحد کې امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

هغه ویلي، چې طالبانو د دوحې د تړون د لاسلیک کولو پر مهال نړۍ ته ددې ډاډ ورکړی و، چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هيواد پرخلاف د هیڅ ډول ترهګریزو فعالیتونو لپاره نه کارول کیږي".

دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان یو لوړ پوړی چارواکی پر طالبانو باندې د دوحې د هوکړې څخه د سرغړونو او په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې په ګډون وسله والو ته د پناه ورکولو او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونو ترسره کولو تورونه لګوي، بلکې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې وروسته، چې په افغانستان کې طالبان واک ته رسیدلي ددغه هیواد لوړپوړې پوځي او ملکي چارواکو په پرله پسې ډول دا ډول تورونه لګولي، چې د طالبانو حکومت له خوا هم دا ډول تورونه هرځل رد شوي دي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د لنډ مهالي حکومت صدراعظم دغو تازه څرګندونو ته لاغبرګون نه دی ښودلی.

په دې وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، د ځینو دغو بریدونو مسوولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان حکومت د طالبانو حکومت په دې تورن کړی، چې د تحریک طالبان ډلې غړیو ته د پناه د ورکولو ترڅنګ د ازاد فعالیت ترسره کولو اجازه هم ورکړې ده.

د چترال په سرحدي سیمه کې د روانې میاشتې سپټمبر په شپږمه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې له خوا د پاکستان د پوځ په دوو امنیتي پوستو د بریدونو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې ددغه برید او په همدې ورځ په تورخم کې د طالبانو د سرحدي ساتوونکو له خوا پر پاکستاني پوستو د بریدونو په اړه یې خپلې اندیښنې د طالبانو د حکومت چارواکو ته رسولي دي.

ددغو بریدونو وروسته پاکستان د نهو ورځو لپاره د تورخم سرحدي لار هم تړلې وه، چې د جمعې په ورځ یې بیرته پرانیستله.

خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سپټمبر په شپږم د تورخم نښته د پاکستاني سرحدي ځواکونو له خوا پیل شوې وه.

دغه وزارت د پاکستاني ځواکونوله خوا د ډزو او د سرحد د تړلو اقدمات د ښه ګاونډيتوب د اصولو پرخلاف ګنلي وو.