د افغانستان او چين ترمنځ ۵۰ کيلوميټره سړک رغولو کار پيل شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په بدخشان ولايت کې د چین پولې ته د غځیدلي ۵۰ کيلوميټره سړک د رغونې چارې پيل شوې.
د ورېښمو لارې په نوم یاديدونکی دا سړک د تیر جمهوري حکومت په وخت پيل شوی وو. خو چارې یې د طالبانو او داعش د حملو له وجې بشپړې نه شوې. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه، طالبان د افغانستان حکومت ونيو.

د دوی د حکومت د کليو د رغونې او پراختيا وزارت د سيپتمبر پر ۱۷مه، په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د دې سړک د جوړولو چارې پيل شوي چې څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د وزارت ترمخه، له دې لارې به له چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه څو برابره ارزانه تمامه شي.

چین لکه د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو سوداګریزه او اقتصادي راکړه ورکړه سره لري.