طالبان: د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱ کسان مو نیولي، د یوې امریکايۍ په ګډون ۷ ښځې په کې شامل دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په افغانستان کې د يوې نړیوالې موسسې دفتر تایید کړې، چې يو شمېر بهرني او افغان کارکوونکي یې د طالبانو د امنيتي ځواکونو له خوا د دې هېواد په لوېديځ غور ولایت کې نيول شوي دي.

بلخوا په غور کې د طالبانو د والي وياند هم د يوې بهرنۍ موسسې د ٢١ کارکوونکو د نيولو خبر ورکړى دى.

دا موسسه "نړیوال مرستندویه ماموریت" یا (IAM) په نوم یادېږي.

ای ای ایم وايي، د تېرې یکشنبې په ورځ یې دوه افغان او یو بهرنی کارکوونکي نیول شوي وو، او اوس یې یو شمېر نور کارکوونکي هم نیول شوي دي.

نوموړې موسسه زیاتوي، ټولټال ۱۵ افغان کارکوونکي او درې بهرني کارکوونکي یې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

ای ای ایم موسسه وايي، ټول ۱۸ تنه نیول شوي کارکوونکي یې کابل ته لېږدول شوي دي.

په غور کې د طالبانو ویاند عبدالواحد حماس سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، په دې ولایت کې د یوې بهرنۍ موسسې ۲۱کارکوونکي نیول شوي دي.

ښاغلي حماس زیاته کړې، په نیول شویو کسانو کې یوه امریکايي ښځه هم شامله ده او دا کسان د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا د "عیسوي مذهب د تبلیغ او ترویج" په تور نیول شوي دي.

د ښاغلي حماس په وینا، په نیول شویو کسانو کې ۱۴ نارینه او ۷ ښځې هم شاملې دي.

د غور د والي ویاند ادعا کوي، یاد کسان یې له لاسوندونو او اسنادو سره نیولي دي.

په غور کې یو شمېر بهرنۍ مرستندویه موسسې وايي، دې ولایت کې د بېلابېلو محدودیتونو له امله یې کارونه ستونزمن شوي دي.

یو شمېرکسانو بیا ویلي، چې په غور کې د طالبانو د والي لخوا د سخت چلند له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

تېر کال طالبانو په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه.

یاده موسسه وايي، د کارکوونکو د نیول کېدو لامل په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو هیله لري، چې کارکوونکي یې ژر تر ژره خوشې شي.

د ای ای ایم موسسه وايي، په افغانستان کې له ۱۹۶۶ کال راهیسې فعالیت کوي.

یاده موسسه زیاتوي، په دې هېواد کې د خلکو د ژوند په بدلون او ځواکمنتیا کې یې بنسټیز رول لوبولی دی.

دوی ادعا کوي، چې یوازې په تېره یوه لسیزه کې یې ۴.۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

بي بي سي هڅه وکړه چې د نیول شویو کسانو په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي خو د رپوټ لیکلو تر وخته د معلوماتو په ترلاسه کولو بریالۍ نه شوه.