پاکستان: د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه مو دریځ ندی بدل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د چین له خوا افغانستان ته د نوي سفیر د استولو وروسته یې هم د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په برخه کې په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوڅ د پنجشنبې په ورځ سپټمبر۱۴ (وږي ۲۳) اسلام اباد کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې د چین د حکومت د اقدام څخه خبره ده، خو د افغانستان د لنډ مهالې حکومت سره یې اړیکې او د رسمیت پیژندلو په اړه په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

چین د خپل ګاونډي هیواد افغانستان لپاره جاو شینګ د نوي سفیر په توګه استولی او ښاغلي شینګ د سپتمبر ۱۳ (وږي ۲۲) د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ته خپل باور لیک وړاندې کړی دی.

په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د ایران او پاکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو افغانستان ته نوي سفیران معرفي کړي، خو څرنګه چې د طالبانو حکومت د نړیوالو له خوا په رسمیت نه ‌دی پیژندل شوی هغوی هم د طالبانو حکومت ته خپل رسمي باورلیکونه نه دي وړاندې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره د طالبانو د حکومت د ملاتړ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې خپل پخوانی دریځ تکرار کړ او زیاته یې کړه، چې پاکستان له افغانستان له اړخه دغه هیواد ته راپورته کیدونکو امنیتي ګواښونو په اړه اندیښنې لري.

میرمن بلوڅ وویل: "د سپټمبر په شپږمه د چترال د امنیتي پیښې په ګډون په عین ورځ په سرحد کې هم پیښه شوې ده. مونږ باور لرو چې دغسې پیښې تروریستان زړور کوي او د همدې له امله دا ډیره مهمه ده، چې افغان لنډ مهالې ادارې چارواکي دا یقیني کړي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان په خلاف نه کارول کیږي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان سره د پیغامونو د تبادلې لپاره ځینې چینلونه لا هم فعال دي. خو میرمن بلوڅ وویل، تراوسه یې ددغو پیغامونو د تبادلې وروسته د شویو خبرو د پایلو په اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي.

میرمن بلوڅ په دغه خبري کنفرانس کې د پاکستان له لارې افغانستان ته د ترانزیټي مالونو د انتقال، ایران ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي د تیرې اونۍ د سفر او په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو په مسلو هم خبریالانو ته معلومات ورکړل.

میرمن بلوڅ وویل، چې د افغانستان پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ تړون کې د پاکستان له لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ په هکله څه نه دي ویل شوي.

د بهرینو چارو وزارت ویاندې وویل، چې افغانستان ته د پاکستان له لارې د ترانزیټي مالونو د انتقال په بهیر کې ستونزې شته او ترې ناسمه ګټه اخیستل کیږي.

میرمن بلوڅ په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدانې په اړه وویل، چې دغه هیواد د اوږدو لسیزو راهیسې افغانانو ته په خلاص زړه پناه ورکړې ده او هغوی په دغه هیواد کې په سوله کې ژوند کوي او د پاکستان په اقتصاد کې ونډه اخلي.

میرمن بلوڅ وویل: "په عین وخت کې حکومت باید دا ډاډ ترلاسه کړي، چې د هیواد د قوانینو یې درناوی کیږي او د افغان کډوالو په منځ کې داسې عناصر شتون ونلري، چې تروریستانو ته پناه ورکړي او یا هم د تروریستانو سره اړیکې ولري".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په خپلو څرګندونو کې دا هم وویل، چې په دغه هیواد کې د افغان کډوالو په اړه هره پریکړه به د پاکستان د قوانینو پر اساس ترسره کیږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د شتون او د ځینو افغان کډوالو د تروریستي ډلو سره د اړیکو د لرلو د احتمال په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دمخه پاکستاني چارواکو ددغه هیواد په ځینو امنیتي پیښو کې د افغان کډوالو د لاس لرلو په اړه اندیښنې ښودلې وي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې اوس مهال په پاکستان کې شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال دیره دي، چې شاوخوا ۶۰۰ زره یې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیرو دوو کلنو کې دغه هیواد ته کډه شوې دي.