د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون کوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې د افغانستان په اړه د مسکو د پنځمې ناستې د جوړېدو نېټه اعلان کړې ده. د ياد وزارت وياندې ماريا زاخاروا په خپله اوونيزه غونډه کې وويل، د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو د سلا مشورو پنځمه غونډه به د سپټمبر په ۲۹ نېټه د روسيې په زاخان ښار کې جوړه شي.

نوموړې زياته کړه، په پام کې ده چې د غونډې ګډونوال د افغانستان پر اوسنيو بدلونونو، بين الافغاني پخلاينې، سيمه ییز امنيت خوندي کولو په هڅو او د هېواد د بيارغونې په اړه خبرې وکړي.

اغلې ماريا زاخاروا زياته کړه، د دې غونډې په پای که به يوه ګډه اعلاميه هم صادره شي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت بي بي سي ته ويلي چې د مسکو فارمټ ته د بهرنيو چار وزير وربلل شوی او هغه هم بلنه منلې ده.

د دغه وزارت مرستيال وياند حافظ احمد تکل وايي، په غونډه کې به د افغانستان او د سيمې پر حالاتو سربېره په افغانستان کې د بيا رغونې پروژو پر جلب او پلي کولو هم خبرې کېږي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې د مسکو غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

روسیې ویلي وو، د افغانستان په اړه یې د مسکو په غونډه کې د طالبانو استازو ته ځکه بلنه نه وه ورکړې چې کابل تر اوسه په دې نه دی توانېدلی، یو ټولګډونی حکومت جوړ او بشري حقونه خوندي کړي خو زياته کړې يې وه چې له طالب استازو سره په اړیکه کې دي ‌او د ناستې پايلې به له هغوی سره شريکې کړي.

د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۵ د افغانستان په اړه د مسکو په بڼه څلورمه مشورتي غونډه کې د ايران او پاکستان په ګډون د سيمې د لسو هېوادونو استازو په کې برخه اخيستې وه.