طالبانو د پنجشير د زمردو د کانونو لومړي محصولات وپلورل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو په دغه ولایت کې د ۱۲ سوه او ۴۴ قیراط زمرد د پلورلو اعلان وکړ.د پلورل شويو زمرد بيه تر۴۴ ميليونه افغانيو ډېره وه. خو کارپوهان د کانونو د استخراج او خرڅلاو پر طريقې نیوکه کوي.

په پنجشیر ولایت کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر ویلي چې دوی د لومړي ځل لپاره د پنجشېر ولایت د زمرد کان محصولات د یوه شفاف لیلام له لارې پلورلي دي.

باختر خبري  اژانس چې د طالبانو تر واک لاندې فعاليت کوي په پنجشير کې د طالبانو د والي د مطبوعاتي دفتر په حواله ليکلي دي چې« دا لومړى ځل دى چې د پنجشير ولايت د زمردو ١٢ سوه او ٤٤ قیراط  قيمتي ډبرې چې په دې وروستيو وختوکې په  کانونو کې په قانوني توګه  کيندل سوې دي؛ د ۲۴ میلیونه افغانيو په ډېره پلورل سوي دي.»

په پنجشیر کې د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم، وویل: دا یو بې ساری اقدام دی چې د لومړي ځل لپاره د پنجشیر ولایت  زمرد د داوطلبۍ له لارې د هیواد پر  سوداګرو  وپلورل سول.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه زمرد په پنجشېر کې د سيمه ييزو طالب چارواکو په شتون کې د پنجشېر او د افغانستان د نورو ولايتونو پر ١٥٠ سوداګرو پلورل سوي دي. په پنجشېر کې د طالبانو والي زياته کړه: « تر دې مخکې د پنجشير زمرد د سيمې د هېوادونو تر نومونو لاندې د اروپا او امريکا په بازارونو کې پلورل کېدل.»

خو د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان د قیمتي ډبرو په استخراجاو پلور په برخه کې د طالبانو د ادارې پر چټکتیا نیوکه کوي. د اقتصادي چارو یو کارپوه په دې باور دی، چې له تخنیکي ټیم پرته د دغو کانونو استخراج به ډېرې ستونزې رامنځته کړي.

په هالنډ هیواد  مېشت د اقتصادي چارو کارپوه محمد ندیم امیري، په دې اړه وايي: « د کانونو د استخراج تخنیکي ټيمونه او داسې مسلکي کسان چې معدن وپيژني د افغانستان په اوسني وضعيت کې شتون نه لري. هغه زیاتوي چېطالبان د کانونو د استخراج او داوطلبۍ نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو پرته خپلو اړوندو شرکتونو ته کانونه په داوطلبۍ کې ورکوي.»

د همدې اوونۍ د شنبې په ورځ په پکتیکا ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د کرومایټ کان کیندنه پیل کړه. 
د دوی په وینا د دغه کان د استخراج چارې یوه کورني شرکت ته سپارل سوي او ۹۰ زره ټنه کرومایټ به ترې استخراج  کړي.

تېره اوونۍ د طالبانو د ادارې چارواکو له څو کورنیو او بهرنیو ګډو شرکتونو سره د افغانستان د اوو سترو کانونو د استخراج تړون لاسلیک کړ.

طالبان په افغانستان کې د خپلې دوه کلنې واکمنۍ په موده کې هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلي او نه هم د لویو تړونونو لپاره کوم قانون  شتون لري.

په دې موده کې طالبانو د افغانستان طبیعي زیرمو، په ځانګړې توګه د قیمتي ډبرو، فلزاتو استخراج او د نفتو څاګانو کيندنې ته زیاته توجه کړې او دا د خپلې ادارې د عایداتو د یوې مهمې سرچینې په توګه یادوي.