ویست: افغانستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی، خو داعش-خراسان د امریکا تر ټولو ستره اندیښه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی توماس ویسټ وايي چې افغانستان دا مهال د اقتصادي بحران او له بشري حقونو د سرغړونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی، خو هغه ټینګار وکړ چې په دغه هېواد کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت.

ښاغلي ویسټ چې سه شنبه سپټمبر ۱۲ (وږي۲۱) یې په واشنګټن ډي سي کې د سټیسمن په څیړنیز مرکز کې د افغانستان په برخې کې د متحده ایالاتو پالیسۍ په هکله په بحث کې خبرې کولې، وویل چې په افغانستان کې د امریکا عمده هدف دا دی چې دا هیواد یو ځل بیا د هغو ډلو د پټیدو په خوندي ځای بدل نشي چې په متحده ایالاتو او متحدینو یې د برید کولو هوډ لري.

خو د متحده ایالاتو دې جګپوړي چارواکي وویل چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال راپدیخوا د داعش-خراسان څانګې پر ضد د طالبانو مبارزه بریالۍ وه او پدې مودې کې د دې ډلې لږ تر لږه ۸ مهم غړي وژل شوي چې په نورو هیوادونو کې د بریدونو کولو په پلان جوړولو کې یې لاس درلود.

ویسټ وویل چې د طالبانو د "سختې مبارزې" له کبله چې همدا اوس هم روانه ده، د داعش-خراسان څانګې وړتیا د پام وړ توګه کمزورې شوې خو تر څنګ یې وویل چې متحده ایالات د دې ډلې د شتون په هکله ځکه اندیښنه لري چې د افغانستان څخه د باندې بریدونو هیله لري.

ځانګړي استازي د داعش-خراسان پر ضد د طالبانو دا مبارزه د افغان ولس لپاره هم "مثبته" یاده کړه ځکه چې د هغه په وینا د همدې مبارزې له کبله په افغانستان کې په ځانګړې توګه په شعیه ګانو او هزاره ګانو هغه شان بریدونه ندي لیدل شوي چې د اپریل په میاشت کې شوي و.

ټام ویسټ په سیمه کې د القاعدې د شتون په هکله د متحده ایالاتو د ترهګرۍ ضد مبارزې ملي مرکز مشر کریسټي ابیزید خبره تکرار کړه چې ویلي یې و، دا شبکه "پخپل تاریخي مرکز افغانستان او پاکستان کې شتون لري خو بیرته ژوندۍ کیدل یې احتمال نلري".

ښاغلي ابیزید دا هم ویلي و چې د القاعده شبکې د "هدف لاسرسی، د مشرتابه وړتیا، ګروپي یو ځای کیدنې، د ټیټ رتبه او لوړ رتبه تعهد او په سیمه ایز چاپیریال کې د راټولیدو" وړتیا د لاسه ورکړې او دا یې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا د متحده ایالاتو او متحدینو د مبارزې نتیجه یاده کړه.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي پخپلو خبرو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) ډله د سیمې لپاره تر ټولو خطرناکه یاده کړله.

ویسټ وویل چې په ځانګړې توګه په پاکستان کې ددې ډلې بریدونو زور اخیستی.

پاکستان هم ادعا لري چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمن کیدو راهیسې د پاکستاني طالبانو بریدونه ډیر شوي او وایي چې د دې ډلې مشران په افغانستان کې پټ دي او له هماغه ځایه پدې هیواد کې د بریدونو بندوبست کوي.

خو طالبان بیا دا تورونه نه مني او ټینګار کوي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه د بل هیواد / هیوادونو پر ضد کار واخلي.

د افغانستان سره بشري مرستې:

ویسټ په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت "بوږنوونکی" وباله او زیاته یې کړه چې متحده ایالات د خپلو شریکانو سره په ګډه کار کوي چې د اقتصادي سقوط مخه ونیسي.

دې جګپوړي امریکایي دیپلومات وویل چې په افغانستان کې ۹۷ په سلو کې خلک په نیستۍ کې ژوند کوي او څه باندې ۲۹ میلونه وګړي ژوندي پاتي کیدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.


سره لدې چې ښاغلي ویسټ وویل د نړیوال بانک ارقامو له مخې په افغانستان کې په تیرو څو کالونو د صادرات ډیر شوي، پولي واحد ثابت شوی او انفلاسیون کم شوي خو هغه زیاته کړه چې ددې پرمختګونو ګټه عامو افغانانو ته نده رسیدلې.

د ټام ویسټ په وینا متحده ایالاتو په تیرو شاوخوا دوو کالونو چې طالبان یو ځل بیا په افغانستان کې واک ته رسیدلي، متحده ایالاتو د افغانستان سره څه باندې ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړي.

ټام ویسټ پخپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د طالبانو د پالیسیو له کبله په افغانستان کې د بشري مرستندویه ادارو کارونه بې حده ګران شویدي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دغې ډلې په افغانستان کې له ۵۰ څخه زیات فرمانونه او حکمونه د ښځو د ازادیو د محدودولو لپاره صادر کړي، چې له مخې ښځې او نجونې د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو او پوهنتونونو کې له زده کړو منع شوي دي. د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې د ښځو په کار بندیز لګول شوی او ښځې په ټولنه کې څنډې ته شوي دي.

بشري حقونه:

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت راپور یادونه وکړله چې د جون د میاشتې په ۱۹ یې خپور کړی و او پکې د نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي و چې په افغانستان کې "جنسیتي اپارتاید" د "نړیوال جرم" په توګه وپېژني او په دې ډول په ښځو باندې د محدودیتونو له کبله له طالبانو سره حساب وکړي.

ټام ویسټ وویل چې میلونونه افغان نجونې او میرمنې لا هم په افغانستان کې د تعلیم او کار کولو څخه منع دي.

خو طالبانو په وار وار ویلي دي چې د «شریعت» په اساس ښځو ته حقوق ورکوي او د دوی په وینا هر کله چې وضعیت برابر شو، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به هم پرانیزي.

د متحده ایالاتو ځانګړي استازي همدرانګه وویل چې د افغانستان د مخکني حکومت د امنیتي ځواکونو او مامورینو د شکنجې او ځورونې په هکله د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې یا یونام په ګډون معتبر راپورونه شته دي.

ټام ویسټ وویل، سره لدې چې طالبان ادعا کوي د عمومي عفوې د حکم پابند دي خو زیاتوي چې په عین حال کې د هغو افرادو سره حساب کتاب نه کیږي چې په ښکاره توګه ددې پالیسۍ څخه سرغړاونه کوي.